د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې مرګونو چاودونو ته نړیوال غبرګونونه 


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم خبرداری ورکړی، چې د دې پېښې عاملین به ډېر ژر وپېژندل شي او سزا به ورکړل شي. 
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم خبرداری ورکړی، چې د دې پېښې عاملین به ډېر ژر وپېژندل شي او سزا به ورکړل شي. 

د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ دریمه (مرغومي ۱۳) په ایران کې د قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مراسمو کې له خونړیو چاودنو وروسته چې له امله یې ۱۰۳ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۱۸۸ تنه نور ټپیان شول، د ایران او د نړۍ د هیوادونو او سازمانونو یو شمیر مشرانو غبرګون ښودلی دی.

له دغې پېښې وروسته د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوترش ویاند وویل: "[د ملګرو ملتونو] سرمنشي د ایران د اسلامي جمهوریت په کرمان ښار کې د تلین په مراسمو کې د نن ورځې برید په کلکه غندي."

د ایران مشر علي خامنه یي د کرمان د چاودنو له زخمیانو او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې خبرداری ورکړ: "څه د بې ګناه خلکو په وینو رنګ شوي لاسونه او څه هم هغه فاسد او شرارت زیږونکي ذهنونه چې هغوی یې دغې ګمراهۍ ته کش کړي، له اوس څخه به د قطعي ځپنې او عادلانه سزا هدف شي. هغوی باید پوه شي چې ددې ناورین رامنځته کولو ته به سخت ځواب ورکړل شي."

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم خبرداری ورکړی، چې د دې پېښې عاملین به ډېر ژر وپېژندل شي او سزا به ورکړل شي.

له دې پېښې وروسته، د عراق حکومت د کرمان په ښار کې ددې ترهګرې پېښې د غندلو په ترڅ کې د ایران له حکومت او خلکو سره خپل پیوستون څرګند کړی او ویلي یې دي چې له "اسلامي جمهوریت سره هر ډول مرستې او همکارۍ" ته چمتو دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په کرمان کې د چاودنو انګېزې او لاملونو ته په پام سره له "تاوتریخوالی، ترورېزم او جنایتکارانه کړنو" سره خپل بشپړ مخالفت څرګندوي. په خبرپاڼه کې راغلي: "د قطر حکومت د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو، حکومت او د ایران له خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي."

ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی پالیسۍ مشر جوزوف بوریل د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په ټیلیفوني تماس کښې د قربانیانو له کورنیو او د ایران له حکومت او ملت سره خپله خواخوږی څرګنده کړه.

اروپايي ټولنې هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا پېښه غندلې او د عاملينو د محاکمې غوښتنه يې کړې ده. په اعلامیه کې راغلي: "اروپايي ټولنه د کرمان په ښار کې د نن ورځې چاودنې په کلکو ټکو غندي. اروپايي ټولنه د ایران له خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي. دغه ترهګریز عمل د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د ټکان ورکونکې بیې د رامنځته کیدو لامل شوی دی."

کرملین د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي: "د هغو کسانو وژل چې د خپلو عزیزانو قبرونو ته د تللو په حال کې وو، ظلم او لړزونکې دښمني ده...موږ ترهګري په هر ډول یا هر شکل چې وي محکوموو او ددې افت په وړاندې د مبارزې لپاره پر خپله ژمنتیا ټینګار کوو."

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې دوه چاودېدونکي توکي هغه هدیرې ته چې سلیماني پکې ښخ دی، په غځېدلی سړک کې ځای پر ځای شوي وو. د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې د تسنیم خبري اژانس ویلي، چې بمونه په دوو سفري بکسونو کې ځای پر ځای شوي وو او له لرې واټن څخه ورته چاودونه ورکړل شوې.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران د خبر له شبکې سره په خبرو کې دا پیښه یوه "دسیسه" وبلله. هغه زياته کړه، چې لومړۍ چاودنه له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې رامنځته شوه او کله چې ژغورونکي او خلک د ټپيانو د مرستې لپاره ورغلل، نو دويمه چاودنه د درېيو بجو او شل دقیقو په شاوخوا کې وشوه. وحيدي وويل، چې تر ټولو زياته مرګ ژوبله دويمه چاودنه کې رامنځته شوه.

ایراني چارواکو په دې پېښه کې د ځینو ټپیانو حالت نازک بللی او ویلي یې دي چې د مړو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر د دغې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ په پیغام کې اسرائیل د دې پېښې مسؤول بللی دی. اسرائیلي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG