د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د خونړیو چاودنو په اړه د افغان سیاسي شخصیتونو غبرګون


د طالبانو د حکومت په ګډون یو شمیر افغان سیاسي مشرانو او د پخواني جمهوري رژیم امنیتي مسوولینو په جلا جلا پیغامونو کې د ایران د کرمان په ښار کې د قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه چاودنې چې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوي، په سختو ټکو غندلي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جنورۍ څلورم (مرغومې ۱۴) په یوه لنډه اعلامیه کې چې ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره کړې دا برید غندلی او د چاودونو د قربانیانو د کورنیو او ایران دولت او خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس د ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه وژل شوي دي.

ایراني مقاماتو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځای څخه لږ تر لږه ۱۸۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د ایران دولتي اژانس ایرنا د دغې پیښې د ځینو ټپیانو روغتیایی حالت نازک ښودلی دی. د سلیماني د تلین په مراسمو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د تیر جمهوري رژیم پرمهال ددغه هیواد د امنیتي ادارو چارواکو رنګین دادفر سپتنا، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق او یو شمیر نورو سیاسي مشرانو هم په جلا جلا پیغامونو کې د کرمان د تیرې ورځې برید په سختو ټکو غندلی دی.

حامد کرزي د کرمان برید د بشریت پر وړاندې یو جنایت بللی او ویلي دي چې دا برید د ټولو انساني او اسلامي اصولو پرخلاف دی.

عبدالله عبدالله هم ویلي، په داسې حال کې چې دا ترهګریز، جنایتکارانه او د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف بریدونه، په سختو ټکو غندي، د قربانیانو کورنیو، د ایران حکومت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني رئیس رنګین دادفر سپنتا د برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې ایران کې دا بریدونه د اندیښنې وړ دي.

ښاغلي سپنتا ویلي: "په ژوره په دې باور یم چې د تروریستي انټرناسیونالیزم په وړاندې باید د سیمې سره په پیوستون کې ځواب وویل شي. تروریزم او ملاتړي باید چې انعام ترلاسه نکړي؛ په زغم سره تروریزم له منځه نشي تللی".

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي چې د بیګناه ملکي وګړو وژل د غندنې وړ دي، خو زیاته کړې ده: "د طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره د تعامل او د سیمې د هیوادونو ملاتړ په اړه باید وویل شي چې اش به یې ونه خورئ، خو د دود څخه به یې بالاخره ړانده شئ".

ښاغلي نبیل ویلي چې د افغانستان خلک په دغسې پیښو کې د خپلو خپلوانو له لاسه تللو درد ښه درک کولی شي.

همداشان د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني رئیس محمد حنیف اتمر او د افغاننستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق او هم په یوه اعلامیه کې برید غندلی او د پیښې د قربانیانو کورنیو او ایرانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د ایران د دولتي اژانس ایرنا د خبر له مخې، د قاسم سلیماني د تلین مراسم د چهارشنبې په ورځ ، جنورۍ دریمه (مرغومی ۱۳مه) په کرمان ښار کې ترسره شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران 'د خبر له شبکې' سره په مرکه کې دا پیښه یوه "توطیه" بللې ده. وحیدي وويل، لومړۍ چاودنه له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې وشوه او د ده په وينا، کله چې ژغورونکي او خلک د ټپيانو د مرستې لپاره ورغلل، دويمه چاودنه رامنځته شوه.

نوموړي وويل، چې زياته مرګ ژوبله په دويمه چاودنه کې رامنځته شوه. تر دې مخکې د کرمان سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، چې دا غبرګې چاودنې له یو بل سره د لسو دقیقو په توپیر کې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG