د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د پاکستان برید ښيي چې ایران په سیمه کې 'خوښوونکي' نلري


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې د پاکستان او ایران ترمنځ د یو بل پر خاوره هوایي بریدونو وښودله چې تهران په سیمه کې "خوښوونکي" نلري، او سپینې ماڼۍ په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اتومي وسلو لرونکي اسلام اباد، چې د امریکا متحد بلل کیږي، او تهران ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې ایران په پاکستان کې د اورپکو پر هدفونو بریدونه وکړل او پاکستان متقابل ځواب ورکړ.

دغه وضعیت په منځني ختیځ او شاوخوا سیمو کې روان تاوتریخوالی زیات کړی دی، چیرې چې د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس له یو برید وروسته د ایران نیابتي ځواکونه له اسرائیل او متحده ایالاتو سره په ټکر کې راغلي دي.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې د ایران او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ، ایران په سیمه کې په ځانګړي ډول چندان خوښوونکي نلري."

هغه وویل چې متحده ایالات اوس هڅه کوي پوه شي چې د ایران او پاکستان وضعیت پر کومې خوا ځي او زیاته یې کړه: "دا چې پر کومې خوا ځي، موږ ورباندې اوس کار کوو. زه اوس نه پوهیږم چې دا حالت به پر کومې خوا ولاړ شي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، چې متحده ایالات وضعیت له "ډیر نږدې" څاري او له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی.

کربي خبریالانو ته وویل: "دا دواړه د ډیرو وسلو لرونکي هیوادونه دي او موږ نه غواړو چې په سیمه کې د دوی ترمنځ یو ځل بیا د کومې وسله والې جګړې زیاتوالی وګورو."

وروسته له هغه چې تهران وویل، د پاکستان په خاوره کې یې په یو لړ بریدونو کې یوه سني افراطي ډله په نښه کړې، پاکستان وویل له ځان څخه د دفاع حق لري.

پاکستان په ځواب کې د ایران په خاوره کې هوايي برید وکړ چې د پاکستاني مقاماتو په خبره، د پاکستان په بلوچستان کې د جدايي غوښتونکو یاغیانو ملاتړي پکې په نښه شول.

کربي زیاته کړه، "پر دوی [پاکستان] لومړی د ایران له خوا برید وشو، چې په ښکاره یو بې سنجشه عمل دی او په سیمه کې د ایران د بې ثباتۍ خپرولو یوه بیلګه ده."

کربي وویل چې هغه "نه دی خبر" چې اسلام اباد به پر ایران باندې له برید دمخه واشنګټن ته خبر ورکړی و.

کربي پاکستان ته د متحده ایالاتو له لوري د ملاتړ برابرولو د امکان په اړه له تبصرې څخه ډډه وکړه.

پاکستان د ناټو له چوکاټ څخه بیرون د متحده ایالاتو ستر همکار بلل کیږي، خو له اوږدې مودې راهیسې یې په افغانستان کې د طالبانو د پټ ملاتړ د ادعاوو له امله له واشنګټن سره اړیکې ترینګلې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG