د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ایران بریدونه 'نه منل کیدونکي دي او جدي عواقب' به ولري


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه جنوري ۱۶ مه (مرغومي ۲۶) د دې هیواد د بلوچستان په ولایت کې د ایران بریدونه په سختو ټکو غندلي، د خپلې خودمختارۍ څخه یې "سرغړاونه" بللي او دا یې هم ویلي چې "جدي عواقب به ولري".

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې بریدونو کې دوه بې ګنا ماشومان وژل شوي او درې نجوني ټپي شويدي.

په اعلامیې کې راغلي، " د پاکستان د خودمختارۍ څخه دا سرغړاونه په بشپړه توګه نه منل کیدونکې ده او جدي عواقب لرلی شي".

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه پرته لدې چې د کومې ځانګړې ډلې نوم واخلي ویلي چې پاکستان تل "ترهګري" د سیمې ټولو هیوادونو لپاره ګډ ګواښ بولي چې پر ضد یې همغږي اقدام کولو ته اړتیا ده.

په اعلامیې کې د ایران بریدونه "یو اړخیز او بې موجبه " بلل شوي او دا هم پکې ویل شوي چې دا ډول بریدونه د "ښو ګاونډیو" اړیکو خلاف دي چې دوه اړخیز اعتبار او باور په جدي توګه زیانمنولی شي.

د بهرنیو چارو وزارت همدرانګه ویلي چې په اسلام آباد کې د ایران تر ټولو جګپوړی ديپلومات یې ورغوښتی چې د دې برید په هکله ورته د پاکستان اعتراض څرګند کړي.

په عین حال کې د پاکستان د امنیتي ادارو دوو سرچینو چې د خبریالانو سره خبرو کولو اجازه یې نه درلوده ویلي چې د ایران پدې بریدونو کې د بلوچستان ولایت د پنجګور په ولسوالۍ کې یو جومات ته زیان رسیدلی خو دا یې ندي ویلي چې آیا په جومات کې خلک هم و که نه.

د پاکستان په خاورې دا بریدونه داسې مهال شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سویس د داوس په ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په یوې جلا غونډې کې د پاکستان د سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ سره کتلي دي.

مطبوعاتو ته نده څرګنده شوې چې هغوي په کومو موضوعاتو خبرې کړي.

د بلوچستان په ولایت بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې د پخوا راهیسې د پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستو په خاطر جنګیږي.

ایران د پخوا راهیسې په پاکستان تور لګوي چې د سعودي عربستان په غوښتنې یې پدې هیواد کې یاغیانو ته د پټیدو ځای ورکړی خو تهران او ریاض د تیر کال د مارچ په میاشت کې د چین په منځګړتوب اړیکې عادي کړلې او سفیران یې هم واستول.

ایران ویلي و چې په بلوچستان کې یې د جیش العدل وسله والې ډلې مرکزونه په بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو ویشتي دي.

جیش العدل یوه وسله واله ډله ده چې زیاتره د ایران په سیستان او بلوچستان کې میشته ده، د ایران له شیعه حکومت سره د بلوڅ اقلیت او سني مسلمانانو د حقونو د دفاع په خاطر په جګړه بوخته ده او له دې وړاندې يې د پاکستان سره پر پوله د ایران په سرحدي سیمو کې پر ایراني ځواکونو د بریدونو پړه منلې ده.

ایران تر دې وړاندې په عراق او سوریې کې هم یو شمیر سیمې په توغندیو ویشتې وې او ادعا یې کوله چې د کرمان په ښار کې د جنوري میاشتې دریمې نیټې غبرګو ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې یې دا بریدونه کړي.

پدې بریدونو کې چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې د کولو ادعا کړې وه او وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني د دریم تلین په مراسم شوي و، څه باندې ۹۰ کسان پکې وژل شوي و.

د جیش العدل یا "عدالت پوځ" په ناممه ډله په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوه چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې فعالیت لري. دې ډلې پخوا په ایران کې د چاودنو او د دې هیواد د سرحدي ځواکونو د تښتولو ادعاوې کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG