د لاس رسي وړ اتصالات

پر پاکستان د ایران له هوايي برید وروسته، چین له دواړو هېوادونو د 'زغم' غوښتنه کړې


د چین د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماو نينګ
د چین د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماو نينګ

وروسته له هغه چې پاکستان وویل پر خاوره یې د ایران په هوايي برید کې دوه ماشومان وژل شوي، چین د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) پر دواړو هېوادونو غږ وکړ چې "زغم" ولري.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ وويل: "موږ پر دواړو خواوو غږ کوو چې له زغم څخه کار واخلي، له داسې کړنو ډډه وکړي چې د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل کیږي او د سولې او ثبات د ساتلو لپاره په ګډه کار وکړي."

ویاندې همدارنګه وویل: "موږ ایران او پاکستان دواړه نږدې ګاونډیان او لوی اسلامي هېوادونه ګڼو."

ایران او پاکستان دواړه د بیجینګ نږدې ملګري او د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي.

پاکستان د سه شنبې په ورځ ناوخته د ایران پولې ته نږدې په خپله خاوره کې دا برید وغنده او هغه یې "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" وباله.

ایران په سمدستي توګه کوم رسمي تبصره نه ده کړې، خو د دې هېواد رسنیو ویلي، په برید کې د پاکستان د جهادي ډلې "جیش العدل"مرکز ویجاړ شوی دی.

جیش العدل په ۲۰۱۲ کال کې د ایران له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه په تور لیست کې شامل شو او په وروستیو کلونو کې یې د ایران په خاوره کې د څو بریدونو مسئولیت اخیستی دی.

دا برید وروسته له هغه وشو چې ایران ادعا وکړه چې په سوریه او د عراق د کردستان په خودمختاره سیمه کې یې د اسرائیل د "جاسوسۍ مرکزونه" او د "ترهګرو" هدفونه په توغندیو ویشتلي دي.

د ایران دغو بریدونو د منځني ختیځ د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې په اړه اندېښنه ښودل شوې چې د منځني ختیځ نورو سیمو ته به پراخه شي. په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو خبرداری ورکړی چې په سمندر کې اسرائیل ته تلونکې بیړۍ په نښه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG