د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ایران په خاوره بریدونو کې د بلوچستان د ازادۍ جبهې وسله وال په نښه شوي


اف ۱۶ جنګي جت الوتکه
اف ۱۶ جنګي جت الوتکه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پاکستاني هوايي ځواکونو د پنجشنې د ورځې جنورۍ ۱۸(مرغومې ۲۸) سهار وختي بریدونه تائید کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په دې ترسره شویو بریدونو کې یو شمېر ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: ''د پنجشنبې پر سهار د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترهګرو د ځانګړو پټنځایونو اړوند د (مرګ بر سرمچار) په نوم بریدونه پیل کړل. د استخباراتي عملیاتو په لړ کې ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي دي.''

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د پنجشنبې د ورځې بریدونه یې د خپل هیواد د امنیتي او ملي ګټو پر اساس ترسره کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ته یوې پاکستاني امنیتي سرچینې ویلي چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې بریدونه د یوې الوتکې په واسطه شوي دي.

دغه امنیتي سرچینې ویلي: "په برید کې په نښه شوې وسله واله ډله د بلوچستان ازادۍ جبهې (BLF) پورې تړاو لري".

ایراني رسنیو هم د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان سیمې کې د پاکستاني ځواکونو بریدونه تائید کړي دي.

د ایران د مهر خبري اژانس د ایران سیستان بلوچستان د والي له قوله ویلي، چې د سراوان سیمې بریدونو کې ''درې بهرنۍ ښځې وژل شوي او څلور ماشومان هم وژل شوي دي.''

دا برید د ایراني ځواکونو له خوا د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د بې پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو دوه ورځې وروسته شوی دی.

د ایران دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) خبر ورکړی و چې د بې پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو کې یې په پاکستان کې د بلوڅ وسله والې ډلې "جیش العدل" مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی و چې "د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د کوه سبز په نوم سیمه" په نښه شوې چې د دې رسنۍ په وینا د جیش العدل ډلې "یو لوی مرکز" پکې پروت دی.

جیش العدل یوه وسله واله ډله ده چې زیاتره د ایران په سیستان او بلوچستان کې میشته ده، د ایران له شیعه حکومت سره د بلوڅ اقلیت او سني مسلمانانو د حقونو د دفاع په خاطر په جګړه بوخته ده او له دې وړاندې يې د پاکستان سره پر پوله د ایران په سرحدي سیمو کې پر ایراني ځواکونو د بریدونو پړه منلې وه.

ددغو بریدونو وروسته اسلام اباد د چهارشنبې په ورځ له تهران څخه خپل سفیر بیرته راغوښتی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG