د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او پاکستان ترمنځ کړکیچ ته د سپینې ماڼۍ غبرګون


د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي

د امریکا د متحدو ایالتونو د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۸ (مرغومۍ ۲۸مه) د یوې خبري‌ ناستې په ترڅ کې، پر یو بل د ایران او پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې امریکا په جنوبي او مرکزي اسیا کې د کړکېچ د زیاتیدو غوښتونکې نه ده.

هغه وویل: "موږ دغه [وضعیت] په ډیر دقت څارو. موږ په جنوبي او مرکزي اسیا کې تاوتریخوالي نه غواړو. موږ له خپلو پاکستاني سیالانو سره په تماس کې یوو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۸(مرغومی ۲۸مه) په یوې اعلامیې کې وویل، چې د پاکستان پوځ د ایران په سیستان او بلوچستان سیمو کې د "بلوچستان د ازادۍ جبهې" پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د پنجشنبې د ورځې بریدونه یې د خپل هیواد د امنیتي او ملي ګټو پر اساس ترسره کړي دي.

د ایران په خاوره کې د پاکستان له برید دوه ورځې وړاندې د ایران سپاه پاسداران د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د "جیش العدل" پر مرکزونو راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. تر دې برید وروسته، پاکستان خبرداری ورکړ چې د ایران دغه بریدونه به "جدي پایلې" ولري.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ د ایران او پاکستان له خوا د یو بل پر خاوره هوايي بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې دا وضعیت ښيي چې ایران په سیمه کې "خوښوونکي" نه لري. هغه خبریالانو ته وویل، چې منځني ختیځ کې وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.

د ایران او پاکستان له خوا د یو بل پر خاوره له بریدونو وروسته د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو هم د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

روسیې، چین او ترکیې له تهران او اسلام اباده غوښتي چې له زغمه کار واخلي او ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. بیجینګ چمتوالی څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ایران او پاکستان د موافقې په صورت کې د تاوتریخوالی په کمولو کې به رغنده رول ولوبوي.

اروپايي اتحادیې هم ویلي چې د ایران او پاکستان له خوا پر یو بل د بریدونو وروسته په منځني ختیځ او له هغې وړاندې د تاوتریخوالي د پراخېدو په اړه اندېښنه لري. د اروپايي اتحادیې ویاند پیټر سټانو ویلي، "دا بریدونه په پاکستان، عراق او ایران کې د بریدونو په ګډون د اروپايي ټولنې اصلي اندېښنه ده، ځکه په دغو بریدونو کې د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې شوې ده او په سیمه کې بې ثباته کوونکي اغیز لري."

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رويټرز او فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG