د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او پاکستان بریدونو ته غبرګونونه: له تاوتریخوالي ډډه وکړئ او دپلوماسۍ ته مخه کړئ


د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې یړ کور چې د پاکستان په برید کې ویجاړ شوی
د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې یړ کور چې د پاکستان په برید کې ویجاړ شوی

د ایران پر سیستان او بلوچستان ایالت د پاکستان بریدونه د سیمې او نړۍ د هیوادونو د مختلفو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومي ۲۸) دغه بریدونه تائید کړل او هغه یې د پاکستان د ملي امنیت او ګټو پر بنسټ وبلل، خو په ډاګه یې کړه چې پاکستان د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "په دې استخباراتي عملیاتو کې یو شمېر ترهګر وژل شوي او دا یو لړ همغږي شوي او ځانګړي بریدونه وو چې دقیقو پوځي اهدافو پر بنسټ د ترهګرو پر پټنځایونو ترسره شول."

یوه ورځ وړاندې ایران د پاکستان په بلوچستان ایالت کې هم هغه ځایونه په نښه کړل چې د ایراني چارواکو په وینا د "جیش العدل ډلې مرکز" و. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایراني ځواکونو د جیش العدل ترهګره ډله په نښه کړې او دا ماموریت یې د سیستان بلوچستان ایالت په راسک ښار کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې کړی دی.

د دغه برید په غبرګون کې پاکستان له تهران څخه خپل سفیر ورغوښت او هم یې په پاکستان کې مېشت د ایران سفیر ته چې تهران ته تللی و، پیغام ورکړ چې اسلام آباد ته ستړون نشي. د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې د ایران برید به "جدي پایلې" ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سیستان او بلوچستان باندې د پاکستان د حملې په اعتراض کې چې هغه یې «سرحدي تیری» بللی، په تهران کې د پاکستان شاردافیر احضار کړ.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې د شپږو ماشومانو، دوه ښځو او یو سړي په ګډون نهه کسان وژل شوي چې ټ،ل پاکستانیان وو او دا بریدونه د ایران په خاوره کې دننه له درې څخه تر څلور کیلومتره پورې ساحه کې شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران د ایران په سویل ختیځ او پاکستان ته نږدې سیمه کې تمرينونه پيل کړي دي.

نړیوال غبرګونونه

چین له ایران او پاکستان څخه د زغم غوښتنه وکړه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماوو نینګ پر ایران د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې ایران او پاکستان دواړه باید له "داسې کړنو ډډه وکړي چې د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي. "

چين هيله څرګنده کړه چې دواړه خواوې به له زغم او ارامتيا څخه کار واخلي او "د تاوتريخوالي له زياتولو" ډډه وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې چین چمتو دی چې "که دواړه خواوې وغواړي د کړکیچ په کمولو کې رغنده رول ولوبوي."

روسیې ویلي دي چې ایران او پاکستان باید د پاکستان له غچ اخیستونکو بریدونو وروسته تاوتریخوالی کم کړي او دپلوماسۍ ته مخه کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ددغه پیښې په اړه په ویل شوي چې روسیه د ایران او پاکستان په پوله په سیمه کې پیښې له نږدې څاري. په اعلاميه کې راغلي چې "روسيه له دواړو خواوو غواړي چې له زغم کار واخلي او د مسايلو د حل لپاره يوازې له سياسي او ډپلوماتيکو لارو کار واخلي."

اروپايي اتحادیې دا هم ویلي چې د ایران او پاکستان له خوا پر یو بل د بریدونو وروسته په منځني ختیځ او له هغې وړاندې د تاوتریخوالي د پراخېدو په اړه اندېښنه لري. د اروپايي اتحادیې ویاند پیټر سټانو ویلي، "دا بریدونه په پاکستان، عراق او ایران کې د بریدونو په ګډون د اروپايي ټولنې اصلي اندېښنه ده، ځکه په دغو بریدونو کې د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې شوې ده او په سیمه کې بې ثباته کوونکي اغیز لري."

ترکیه وايي، ایران او پاکستان نه غواړي چې په سیمه کې کړکېچ زیات شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو له چارواکو سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته وکړې. فیدان په اردن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، ترکیې دواړو لورو ته سپارښتنه کړې چې د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي او ژر تر ژره باید وضعیت ارام شي.

د طالبانو حکومت په پاکستان او ایران کې دا بریدونه یو "خبرداری" بللې او له دواړو غاړو یې د زغم غوښتنه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي: " دا چې سیمه له اوږدو تحمیلي جګړو او بې‌ثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي نو دواړه لوریو ته پکار ده چې د سیمه‌ییز ثبات د لا ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل د دېپلوماتیکو چاینلونو له لارې په خبرو اترو اوار کړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۷ (مرغومي ۲۷) په پاکستان او عراق او سوریه کې د ایران راکټي بریدونه وغندل او ویې ویل چې تهران د خپلو "دریو ګاونډیانو د سرحدونو ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړې ده."

د دواړو هېوادونو تر منځ دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قومي پاکستان ته سفر کړی و او له پاکستاني چارواکو سره یې د سیمې او افغانستان د امنیت په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG