د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په جنوبي سواحلو کې د هوايي دفاع تمرینونو پیل شوي


د ایران په جنوبي سیمو کې ددغه هېواد لخوا د روان هوايي دفاعي تمرینونو بهیر
د ایران په جنوبي سیمو کې ددغه هېواد لخوا د روان هوايي دفاعي تمرینونو بهیر

ایران د جمعې په ورځ، جنورۍ ۱۹ (مرغومی ۲۹مه) وویل، چې په سیمه کې مخ په زیاتیدونکي کړکیچ ته په کتو یې د دغه هېواد د جنوب لویديځ څخه تر جنوب ختیځ پورې د هوايي دفاع تمرینونو پیل کړي‌ دي.

ایراني چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په کارولو سره چې خاص د دښمن د اهدافو د له منځه وړولو لپاره طرحه شوي دي، دغه تمرینونه د جنوب لوېدیځ سواحلو څخه تر جنوب ختیځ ساحل پورې په بریالیتوب سره په لاره اچولي دي.

د ایران "پرس ټي وي" چې په انګلیسي ژبې خپرونې لري، د ایران د پوځ د یو ویاند له قوله ویلي:"ایراني ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو پر مټ کوم چې د دښمن د اهدافو د مخنیوي او په نښه کولو جوګه دي، په بریالیتوب سره د هوايي دفاع یوه نوې طریقه وازمایله."

د پوځ د ویاند په خبره، دغه دوه ورځنی هوايي دفاعي ‌تمرینونو کې چې د ایران خوزستان ولایت په جنوب لویدیځ کې د آبدان څخه پیل شوې او د سیستان او بلوچستان ولایت په جنوب ختیځ کې د چهار بهار پورې سیمې چې د افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لری، تر پوښښ لاندې راځي.

د ایران دولتي ټلویزیون ویلي چې پدې تمرینونو کې د ایران هوايي او سمندري ځواکونو سربیره د 'سپاه پاسداران انقلاب اسلامي'‌ سمندري ځواکونو هم برخه اخیستې ده.

د ایران دغه پوځي تمرینونه یوه ورځ وروسته له هغه پیل شول، چې پاکستان د پنجشنبې په سهار په سیمه ییز وخت د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت د توغندیو ځوابي بریدونه وکړل.

ددغه بریدونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې دا بریدونه د هغه هیواد په بلوچستان ایالت کې د ایران د بې پیلوټه او راکټي د بریدونو نه دوه ورځې وروسته شوي دي.

د سه شنبې په ورځ، ایران د پاکستان دننه هغه سیمې په راکټي او ډرون بریدونو سره په نښه کړې، چې د تهران په وینا، د "جیش العدل" وسله والې ډلې مرکزونه دي.

په تیرو څو کلونو کې دا د ایران او پاکستان تر منځ یو ټولو لوی غچ اخیستونکي بریدونه دي. دغو بریدونو په منځني ختیځ کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اکتوبر د اوومې نېټې د جګړې له امله د پراخې بې ثباتۍ او تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

خو ایران او پاکستان چې د اړیکو د ترینګلتیا تاریخ لري، ویلي، چې دواړه هېوادونه غواړي اوسنی کړکېچ کم کړي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، ایران او متحدینو یې په منځني ختیځ کې د اسرائیل او امریکا هدفونو باندې بریدونه کړي دي.

ایران په روانه اوونۍ کې په عراق او سوریه کې هم یو لړ بریدونه ترسره کړل چې تهران په ادعا، پدغو بریدونو کې یې د اسلامي دولت مرکزونه او د اسرائیل د جاسوسۍ مرکز په نښه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG