د لاس رسي وړ اتصالات

د دیموکرات ګوند مقاماتو او مالي ملاتړو د جمهوري ریاست ټاکنو کې د هریس ملا وتړله


د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن مرستیاله او د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ ټاکنو ته ممکنه نومانده کاملا هریس
د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن مرستیاله او د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ ټاکنو ته ممکنه نومانده کاملا هریس

د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له انتخاباتي سیالیو څخه د ولسمشر جو بایډن له وتلو وروسته، د دیموکرات ګوند ډېرو قانون جوړوونکو، والیانو او مالي ملاتړ د دوشنبې په ورځ جولای ۲۲ (زمري لومړۍ) په ټاکنو کې د نوماندې په توګه د کاملا هریس څخه ملاتړ اعلان کړ.

بایډن د یکشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول له خپلې کاندیدۍ تېر شو او په یو بیان کې یې له هریس څخه ملاتړ څرګند کړ چې د نومبر په ټاکنو کې د پخواني ولسمشر او ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ په وړاندې ودریږي.

هریس ۵۹ کلنه ده او ولسمشرۍ ته یې خپله نوماندي منلې ده. هغې په ۲۰۲۰ کې ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ خو د دیموکرات ګوند د رسمي نوماندې کېدو لپاره د نورو کاندیدانو سره د بایډن په وړاندې په سیالۍ کې پاتې راغله او بایډن وروسته هغه د خپل مرستیالې په توګه ونوموله.

په نظرپوښتنو کې، د امریکایانو ترمنخ د کاملا هریس د محبوبیت کچه د بایډن د محبوبیت له کچې سره برابره ده، خو ځینې نظرپوښتنې ښيي چې هغه ښايي له بایډن څخه وړاندې وي او په ځینو نورو نظرپوښتنو کې نوموړې له ټرمپ څخه وړاندې ښودل شوې ده.

هریس په یو بیان کې وویل چې د ولسمشرۍ له سیالیو په وتلو سره بایډن هغه څه وښودل "چې تل یې د خپل ژوند او عامه خدمت په اوږدو کې ترسره کړي او د امریکا خلک او هېواد یې تر هرڅه لوړ ګڼلی دی."

هغې وویل: "زه به په خپل وس کې هر څه وکړم چې ډونالډ ټرمپ ته د ماتې ورکولو لپاره دیموکراټ ګوند او ملت متحد کړم. موږ د ټاکنو تر ورځې پورې ۱۰۷ ورځې لرو. په ګډه به مبارزه کوو او په ګډه به تر بري ځان رسوو."

د "اکټ بلو" په نوم د دیموکراتانو لپاره د بسپنې ټولولو یوې ادارې د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې یوازې د یکشنبې په ورځ یې د هریس د انتخاباتي مبارزو لپاره ۴۶.۷ میلیون ډالر ټول کړي دي. د جون په میاشت کې له ټرمپ سره په مناظره کې د بایډن د کمزورې کارکردګۍ وروسته، د بایډن د انتخاباتي کمپاین لپاره د بسپنو راټولولو بهیر کمزوری بلل شوی و.

د ایالتونو په کچه د دیموکراتانو د اتحادیو ټولنې په یو بیان کې وویلي چې د ګوند د ایالتي مشرانو "غوڅ اکثریت" ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند د کاندیدې په توګه له کاملا هریس څخه ملاتړ ښيي.

په هغو کسانو کې چې د یکشنبې په ورځ یې له هریس څخه ملاتړ څرګند کړ، د بایډن د کابینې لږ تر لږه یو غړی، د ترانسپورت وزیر پیټ بوټیجیج هم شامل دی.

که د دیموکرات ګوند له لورې د هریس نوماندي تائید شي، نو هغه به د امریکا په ۲۴۸ کلن تاریخ کې لومړنۍ اسیايي نژاده او تور پوستې ښځه شي چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د رسمي کاندیدې په توګه دریږي.

په نظرپوښتنو کې د بایډن د محبوبیت د کچې د کمېدو او له ټرمپ سره په مناظره کې د کمزورې کارکردګۍ له کبله د دیموکرات ګوند دننه له هغه څخه دا غوښتنه په پراخېدوه وه چې له خپلې نوماندۍ تیر شي. د جون د ۲۷مې په تلویزیوني مناظره کې داسې ښکارېدله چې له ۸۱ کلن بایډن څخه خپل الفاظ هېریږي او د ۷۸ کلن ټرمپ په وړاندې، په سپینه ماڼۍ کې له خپلې دورې څخه په پیاوړې توګه د دفاع په کولو کې پاتې راغی.

خو تر ډېره وخته بایډن ټینګار کاوه چې تر هغو به په سیالۍ کې پاتې شي ترڅو "لوی خدای" ورته ووايي، یا ډاکتران ورته توصیه وکړي او یا نظرپوښتنې وښيي چې هغه د دوهم ځل لپاره ټرمپ ته ماتې نشي ورکولی.

د یکشنبې په یو بیان کې بایډن وویل: "زه باور لرم چې دا د هیواد او ګوند په ګټه ده چې له کاندیدۍ تېر شم او د خپلې دورې په پاتې برخه کې یوازې د ولسمشر په توګه پر خپلې دندې تمرکز وکړم." د بایډن د ولسمشرۍ دوره د جنوري په میاشت کې پای ته رسیږي.

بایډن ویلي چې د خپلې دې پرېکړې په اړه به د روانې اونۍ په ترڅ کې ملت ته وینا وکړي. ټرمپ په غبرګون کې په یو خپور کړي بیان کې پر بایډن او هریس دواړو نیوکه کړې ده.

په ټولنیزو شبکو کې په خپور کړي دغه بیان کې ټرمپ ویلي: "په ملا کوږ جو بایډن د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ وړ نه و. یقینا د خدمت کولو وړ نه دی او نه وو." ټرمپ رسنیو ته ویلي چې د بایډن په پرتله، هریس ته ماتې ورکول به ورته اسانه وي.

یو شمېر جمهوري غوښتونکو له بایډن څخه غوښتي چې له ولسمشرۍ څخه استعفا وکړي.

د استازو جرګې رئیس مایک جانسن له بایډن څخه د استعفا د غوښتنې ترڅنګ ادعا کړې چې که هغه د بلې څلور کلنې دورې لپاره د نوماند کېدو وړتیا نلري نو د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د ولسمشر په توګه د پاتې کېدو وړتیا هم نلري.

له ولسمشرۍ څخه د بایډن د استعفا په صورت کې کاملا هریس د جنورې تر ۲۰مې د بل منتخب حکومت د کار تر پیل پورې واک ته رسیږي.

ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند د ممکنه کاندیدانو په توګه د هریس ترڅنګ د ځینو نور دیموکراتانو نومونه هم رامخې ته شوي دي. په دې لیست کې د میشیګن والي ګریچین ویټمر ، د پنسلوانیا والي جاش شپېرو، د ایلینوی والي جې بی پریټزکر او د کالیفورنیا والي ګیوین نیوسم شامل دي. شپېرو او نیوسم د یکشنبې په ورځ له هریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

پخواني ولسمشر بیل کلینټن او د هغه مېرمنې هیلري کلینټن چې د پخواني ولسمشر براک اوباما په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیره وه، په یو بیان کې له هریس څخه ملاتړ اعلان کړی. اوباما په خپاره کړي یو بیان کې د بایډن له هېوادپالنې مننه کړې خو دا یې ندي ویلي چې له هریس یا بل ممکنه کاندید څخه ملاتړ کوي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو له سیالیو څخه د بایډن له وتلو وروسته، د رسنیو راپورونو د لویدیځې ویرجینیا خپلواک سناتور جو مانچن ته د نږدې سرچینو په حواله وویل چې هغه د دیموکرات ګوند سره د یوځای کیدو په اړه فکر کوي ترڅو ولسمشرۍ ته د دغه ګوند د کاندید په توګه د نومول کېدو هڅه وکړي.

اټکل کیږي چې دیموکرات ګوند په اګست کې د شیکاګو په ښار کې کېدونکې د ګوند په ملي کنګره کې ولسمشرۍ ته رسمي کاندید ونوموي. د کاندید نومولو لپاره د یوې بلې جلا غونډې د جوړېدو امکان هم ښودل شوی او یو شمېر دیموکراتانو په ټیټه کچه د ګوندي ټاکنو غوښتنه کړې چې په ترڅ کې یې هریس او نور ممکنه کاندیدان په خپلو کې سیالي وکړي.

ددې مطلب ځینې معلومات د اسوشیتد پرس او رویټرز اژانسونو له راپورونو څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG