د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه لاس په سر شو، د کاملا هریس سره یې ملاتړ څرګند کړ


د متحده ایالاتو جمهور رئیس او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن یکشنبه جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۱) اعلان وکړ چې له کاندیدۍ تیریږي.

جمهور رئیس په اعلامیې کې ژمنه کړې چې د جمهوري ریاست پاتې دوره به پوره کوي چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتې په ۲۰ مې پای ته رسیږي.

د متحده ایالاتو مشر په اعلامیې کې چي د اکس په شبکې کې خپره شوې ویلي، "دا مې د ژوند تر ټولو غوره ویاړ و چې ستاسو د جمهور رئیس په توګه مې خدمت وکړ.که څه هم چې بیا انتخاب کیدل مې نیت و، زه باور لرم چې دا د هیواد او ګوند په ګټه ده چې استعفا وکړم او په پاتې دورې کې یوازې د جمهور رئیس په توګه پخپلې دندې تمرکز وکړم".

سره لدې چې ښاغلي بایډن په لومړنۍ اعلامیې کې د خپل ځای ناستې په هکله څه نه و ویلي، خو لږه شیبه وروسته یې د ګوند کاندیدې په توګه د خپلې اوسنۍ مرستیالې، کاملا هریس سره ملاتړ څرګند کړ.

جو بایډن پدې هکله لیکلي، " نن غواړم د جمهور رئیس د مرستیالې، کاملا هریس سره بشپړ ملاتړ او منظوري اعلان کړم چې سږ کال زمونږ د ګوند کاندیده وي".

ښاغلي بایډن همدارنګه په دیموکراتانو غږ کړی چې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ماتې ورکولو لپاره یو لاس شي.

بایډن چې ۸۱ کاله عمر لري د انتخاباتو په هکله د نظر معلومولو په ملي سرویګانو کې د جمهوري غوښتونکي سیال، ډونالډ ټرمپ په مقابل کې لږ محبوبیت درلود او د جمهوري ریاست له کاندیدۍ یې پداسې حال کې د لاس اخیستو اعلان وکړ چې د کرونا ویروس اخته کیدو له کبله پخپل کور کې قرنطین دی.

د بایډن پر ځای به کاملا هریس د نومبر په میاشت کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي. که چیرته میرمن هریس د دیموکراتانو په ملي کنوانیسون چې د اګست په میاشت کې د شیکاګو په ښار کې دایریږي، د دې ګوند وروستۍ کاندیده شي، دا به د متحده ایالاتو په ۲۴۸ کلن تاریخ کې لومړی ځل وي چې یوه تور پوستې میرمن چې د جنوبي آسیا ریښې هم لري، د یو ستر ګوند د کاندیدې په توګه ټاکل کیږي.

میرمن هریس د جمهور رئیس جو بایډن د مشرتابه ستاینه کړې او دا یې د خپل ځان لپاره ویاړ بللی چې د جمهور رئیس لخوا د دیموکرات ګوند کاندیدې په توګه یې د هغه ملاتړ او منظوري تر لاسه کړې. هغې د اکس په شبکې کې لیکلي چې نیت لري د ګوند نوماندي تر لاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG