فدرالي څارنوالو سه شنبه اکټوبر ۲۹ ( لړم اتمه) د نیوریاک په ایالت کې په محکمې کې ویلي چې په فلیپین کې د کینیا یو تبع پلان درلود د سوداګریزو الوتکو د پیلوټۍ روزنې تر لاسه کولو وروسته په متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر میاشتې ۱۱ مې نیټې په شان بریدونه وکړي.
د امریکا د لوی څارنوال مرستیال جان بوډانسکي فدرالي منصفه پلاوي ته د منهاټن په محکمې کې وویل چې شولو عبدي عبدالله د څلورو کالونو لپاره ددې برید پلان درلود او هیله یې درلوده چې دا برید د الشباب ترهګر سازمان په استازیتوب وکړي.
الشباب چې د القاعده شبکې پورې تړلې ډله ده، د کالونو راهیسې په سومالیې کې د مرکزي حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.
ښاغلي بوډانسکي پخپلو خبرو کې وویل چې عبدالله تقریباً د پیلوټۍ دوه کلنه روزنه پای ته رسولې وه خو د ۲۰۱۹ کال د جولای په میاشت کې په فلیپین کې د یوه سیمه ایز جرم کولو له کبله ونیول شو.
دی د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کې امریکایي چارواکو ته وسپارل شو او د ترهګرۍ اړوند جنایاتو تورونه پرې ولګول شول.
څارنوالانو همدارنګه ویلي چې عبدالله د چاودیدونکو موادو څخه د کار اخیستو روزنه هم تر لاسه کړې وه، پدې هکله هم روزل شوی و چې څنګه پټ ژوند وکړي او وړاندې تر دې په ۲۰۱۷ کال کې فلیپین ته د سوداګریزو الوتکو د پیلوټۍ روزنې تر لاسه کولو لپاره ولاړ شي، پدې هکله یې هم روزنه تر لاسه کړې وه چې څنګه ځان د برملا کیدو څخه بچ وساتي.
بوډانسکي وویل عبدالله په ظاهر کې داسې یو شخص معلومیده چې د پیلوټۍ سره ډیره لیوالتیا لري خو په اصل کې یې نیت دا و چې په متحده ایالاتو کې یوه ودانۍ پیدا کړي او الوتکه ورسره وجنګوي او ځانمرګی ماموریت وکړي.
د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي وویل چې عبدالله د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو په شان د برید پلان درلود خو په نیول کیدو سره یې دا دسیسه شنډه شوه.
ښاغلي بوډانسکي وویل کله چې دا متهم د کینیا په پایتخت نیروبي کې و، په هوټل کې یې پدې هکله په انټرنیټ کې معلومات راټولول چې څنګه د الوتکو د پیلوټانو ځای ته ورشي او د ۲۰۱۹ ترهګریز برید په هکله یې هم پلټنې کړې وې چې د یو امریکایي سوداګر په ګډون پکې ۲۱ تنه وژل شوي و.
دا امریکایي سوداګر د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې په بریدونو کې په نړیوال تجارتي مرکز کې و خو ژوندی پاتې و.
څارنوالانو دا هم وویل چې عبدالله وړاندې تر دې چې ونیول شي، د امریکا په سترو ښارونو کې تر ټولو د لوړو ودانیو په هکله د معلوماتو تر لاسه کولو کوښښ کړی و.
عبدالله په محکمې پخپله د ځان دفاع کوي او یو ځل یې خپل ځان بې ګنا وباله. هغه د سه شنبې په ورځ د محکمې د غونډې په پیل کې بیانیه ورنکړله او د پیښې په هکله د شاهدانو څخه یې هم په فعاله توګه پوښتنې نکولې.
څارنوالانو قاضي ته دا هم ویلي چې متهم غواړي د ټولې محاکمې پر مهال غلی پاتې شي او هر څه چې د محکمې نتیجه وي، وبه یې مني ځکه هغه پدې باور دی چې سیستم مشروعیت نلري.
د عبدالله محاکمه به درې اوونۍ روانه وي او که مجرم ثابت شي، شل کاله اجباري بند پرې راخیژي.
فورم \ دبحث خونه