د لاس رسي وړ اتصالات

د یو شمېر هېوادونو مشرانو له انتخاباتي سیالیو څخه د بایډن وتلو ته غبرګونونه ښودلي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د یکشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه د کاندیدۍ څخه د لاس اخیستو اعلان وکړ او د خپلې مرستیالې کاملا هریس سره یې ملاتړ څرګند کړ.

معنی دا چې د نومبر میاشتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به میرمن هریس د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي.

بایډن ویلي چې خپله پاتې دوره بشپړوي او د متحده ایالاتو جمهوري ریاست یې د خپل ژوند تر ټولو ستر ویاړ بللی.

د نړۍ یو شمیر مشرانو د امریکا د جمهوري رئیس رهبري ستایلې ده.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو د متحده ایالاتو جمهور رئیس "ستر سړی او د کاناډایانو همکار او ریښتینی ملګری" بللی او لیکلي یې دي، "زه کلونه کیږي چې جمهور رئیس جو بایډن پیژنم. هر څه چې کوي د خپل هیواد سره د میني په خاطر یې کوي".

بل پلو بیا د جرمني صدراعظم اولف شولتز د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې جمهور رئیس بایډن نه یوازې د متحده ایالاتو، بلکې د اروپا او نړۍ لپاره ډیر څه تر لاسه کړل.

ښاغلي شولتز لیکلي، " له هغه ( جو بایډن) څخه مننه، د ترانز-اتلانتیک همکاري نږدې شوې، ناټو غښتلې ده او متحده ایالات زمونږ لپاره اعتباري او ښه همکار دی".

د بریتانیا نوي ټاکل شوي صدراعظم کییر سټارمر د کاندید کیدو څخه د بایډن د پریکړې سره درناوی څرګند کړی او وایي دیته سترګې په لار دی چې د جمهوري ریاست په پاتې دورې کې د ښاغلي بایډن سره ګډه همکاري ولري.

ښاغلي سټارمر په یوې اعلامیې کې ویلي، "پوهیږم لکه چې پخپلې ټولې کاري دورې کې یې کړیدي، دا پریکړه به یې هم پدې اساس کړي وي چې په ګمان یې د امریکا لپاره تر ټولو غوره ګټه په څه کې ده".

بل پلو بیا په روسیه کې چارواکو ویلي چې په متحده ایالاتو کې انتخاباتو ته لا شاوخوا څلور میاشتې نیټه پاتې ده او تر څنګ یې دا هم ویلي چې تر هغې مودې پورې ښایي ډیر شیان بدل شي.

د کرملین ویاند دمیترې پیسکوف په یوې اعلامیې کې لیکلی، "مونږ باید حوصله ولرو او څه چې پیښیږي، په دقت یې وڅارو".

د ناروې صدراعظم یوناس ګار استوره هم په یوې اعلامیې کې د بایډن رهبري ستایلې او هغه یې په څو لسیزو کې د متحده ایالاتو " یو تر ټولو غوره سیاستوال" بللی دی.

د پولینډ صدراعظم ډونالډ ټسک بیا د اکس په شبکې کې لیکلي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس څو سختې پریکړې وکړلې چې د هغه په وینا پولینډ، امریکا او نړۍ یې "لا خوندي" کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG