د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن په کرونا اخته شوی او انتخاباتي غونډه یې لغوه کړې


جوبایډن د کوویډ۱۹ په ناروغي اخته شوی
جوبایډن د کوویډ۱۹ په ناروغي اخته شوی

سپینه ماڼۍ وايي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۷ (چنګاښ۲۷) د کوویډ۱۹ په ناروغۍ اخته شوی او د نیوادا په ایالت کې پلان شوې انتخاباتي غونډه یې لغوه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ۸۱ کلن ولسمشر بایډن په لاس ویګاس کې تر خپلې انتخاباتي غونډې مخکې ناروغ شو او «خفیف علایم» یې په بدن کې لیدل کېږي.

نوموړې ویلي دي چې جو بایډن د کرونا ویروس ضد او د دغه ویروس تقویتي واکسینونه کړي او د دلاویر په ایالت کې به خپل کور ته ستون شي چې ځان له نورو ګوښه کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: «سپینه ماڼۍ به د ولسمشر د وضعیت په اړه تازه په تازه معلومات خپروي او هغه په همدې حال کې د خپلې ادارې (حکومت) بشپړې چارې مخې ته وړې.»

ولسمشر بایډن په خپل ایکس حساب کې هم د خپلې ناروغۍ خبر خپور کړی او ویلي دي چې وضعیت یې ښه دی.

د بایډن ډاکټر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د هغه تبه، د وینې اکسیجن، تنفس او هر څه عادي دي او درمل ورکړل شوي دي.

په اعلامیې کې، د ډاکټر نوم اخیستل شوی نه دی، خو ویل شوي‌ دي چې د بایډن پوزه روانه ده، ټوخېږي او ستړیا احساسوي.

جوبایډن چې خپل کور ته د ایرفوس ون په ځانګړې الوتکې کې روانېده، خبریالانو یې د روغتیا په اړه پوښتنه وکړه. هغه وویل: «ښه یم او ښه احساس کوم.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG