د لاس رسي وړ اتصالات

په ټرمپ تر برید وروسته، بایډن بیرته انتخاباتې مبارزې پیل کړلې


د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند احتمالي کاندید او برحال جمهور رئیس جو بایډن سه شنبه جولای ۱۶ ( چنګاښ ۲۶) څلور ورځې وروسته چې په جمهوري غوښتونکي سیال یې په انتخاباتي غونډې کې ډزې وشوې، بیرته انتخاباتي مبارزې پیل کړلې.

بایډن د سه شنبې په ورځ د نیواډا په ایالت کې تور پوستو امریکایانو ته وینا وکړله.

برحال جمهور رئیس پداسې حال کې انتخاباتي مبارزې بیا پیل کړلې چې له یوې خوا غواړي د نومبر په انتخاباتو کې رایې ورکوونکو ته قناعت ورکړي او پداسې حال کې د وګړو تر منځ د یووالي غږ کوي چې د سیاسي تشدد ډیروالي په هکله اندیښنې ډیرې شوي.

جمهور رئیس بایډن پخپلې وینا کې په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ باندې برید د وسله وال او توکمیز تشدد سره وتاړه او د امریکایي وګړو څخه ددې برید د غندلو غوښتنه وکړله.

بایډن د نیواډا ایالت د لاس ویګاس په ښار کې تور پوستو امریکایاو ته په وینا کې وویل، " مونږ ټول د تشدد غندلو کې مسؤلیت لرو په هرې بڼې کې چې وي".

د امریکا مشر چې د امریکا مدني حقونو یو سازمان کې یې خبرې کولې، په تور پوستو امریکایانو د تشدد یادونه یې وکړله او په ۲۰۲۰ کال کې د یو سپین پوستي پولیس افسر لخوا د جورج فلوایډ وژل کیدو په باره کې هم وغږیده.

بایډن پخپلو خبرو کې یو ځل بیا په اتوماتیک وسلو د بندیز قانوني برحاله کیدو غوښتنه وکړله چې په ۲۰۰۴ کال یې د تطبیق موده پای ته رسیدلې وه.

بایډن پدې هکله وویل، " په ډونالډ ټرمپ ډزو کې د AR-15 ټوپک څخه کار اخیستل شوی و. په همدې وسلو د ماشومانو په ګډون ډیر کسان وژل شوي. وخت راغلی چې دا غیر قانوني شي. ما دا یو ځل کړی و او بیا به یې وکړم".

برحال جمهور رئیس پداسې حال کې انتخاباتي مبارزه د سره پیل کړله چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د شنبې ورځ د برید څخه وروسته تیره ورځ د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې راڅرګند شو.

ټرمپ د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانیسیون کې د خپل نوي ټاکل شوي مرستیال سره څرګند شو چې د کورنۍ غړي یې هم ورسره و.

مخکني جمهور رئیس ټرمپ د سنا په مجلس کې د اوهایو ایالت سناتور جیمز ډیوډ ونس د خپل مرستیال په توګه وټاکه.

ونس په ۲۰۱۶ کال کې د ټرمپ سخت منتقد و خو وروسته د هغه په متحد بدل شو.

ښاغلي ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې د خپل مرستیال ټاکل کیدو په هکله لیکلي، "تر اوږد غور او فکر کولو او د ډیرو نورو په وړتیا تر غور کولو ما پریکړه وکړه چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د مرستیالۍ لپاره تر ټولو غوره شخص د ستر اوهایو ایالت سناتور جیمز ډیوډ ونس دی."

ونس ۳۹ کلن دی او په ۲۰۲۲ کال کې د سنا مجلس ته وټاکل شو. دی د ښاغلي ټرمپ د " امریکا بیا ستره کړئ" شعار یو تر ټولو ستر ملاتړی دی او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، بهرنۍ پالیسۍ او کډوالۍ په برخې کې د دې شعار ډیر پلوی دی.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG