د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر : په ټرمپ برید امنیتي ‘ ناکامي‘ وه


د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر وایي تیره اوونۍ د جمهوري غوښتونکي ګوند په کاندید او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ باندې برید په امنیتي چارو کې داسې "ناکامي" وه چې دویم ځل پیښیدو ته باید پرې نښودل شي.

الیهاندرو مایورکاس د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې ویلي چې په ښاغلي ټرمپ د برید په هکله په خپلواکه توګه ارزیابۍ روانې دي چې معلومه شي دا برید څنګه پیښ شو، ولې پیښ شو او د همدې ارزیابیو په نتیجه کې به وړاندیزونه وشي چې دا ډول برید بیا ونشي.

د امریکا دې جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، " تر دې نور واضح نشم ویلی. کله چې وایم بیا داسې څه نشي پیښیدی، مونږ د یوې ناکامۍ خبره کوو".

ټرمپ د همدې تیرې یکشنبې په ورځ جولای ۱۴په داسې حال کې په ښي غوږ په مرمۍ ولګید چې د پنسلوانیا په ایالت کې یې خپلو پلویانو ته په انتخاباتي غونډې کې وینا کوله. په برید کې د غونډې یو ګډون وال وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی هم دی.

تر اوسه د برید د انګیزې په هکله معلومات نشته او برید کوونکی هم د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی.

د کورني امنیت وزیر په مرکې کې دا ندي ویلي چې د ټرمپ په سیاسي غونډې باندې د برید او سیاسي خلاوو په هکله به د حکومت څخه د باندې کومه اداره پر مخ وړي خو دومره یې ویلي چې هر څومره ژر امکان لري دا ارزونې به پیل شي.

په متحده ایالاتو کې د اوسني او پخواني جمهور رئیسانو د امنیت ساتل د "سري خدمت" یا Secret Service په نامه اداره کوي چې د کورني امنیت لاندې کار کوي.

مایورکاس ویلي چې د برید په هکله ارزیابي به په عامه توګه خپره شي چې ټول پرې خبر شي. هغه زیاته کړه چې پدې هکله باید هر څومره ژر چې امکان لري ګام واخیستل شي ځکه چې د هغه په قول دا یو "امنیتي ضرورت" دی.

سره لدې چې د کورني امنیت وزیر د ډونالډ ټرمپ په غونډې باندې بری په امنیتي چارو کې ناکامي یاده کړه خو تر څنګ یې د سري خدمت په ادارې او د دې ادارې په مشر باندې "سل فیصده" ډاډ څرګند کړی.

د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتو ادارې، اف بي آی اعلان کړی چې د توماس متیو کروکس په نوم یې یو ۲۰ کلن کس د ډونالډ ټرمپ د ترور په هڅې کې د "دخېل فاعل" په توګه پېژندلی دی. دا په تېرو څو لسیزو کې په امریکا کې د سیاسي خشونت یوه تر ټولو لوړه قضیه بلل کېږي.

اف بي آی ویلي چې برید ګر ۲۰ کلن و او په ټرمپ او د هغه د غونډې په ګډونوالو څلور یا پنځه مرمۍ ورولي دي.

یو شمیر کسان چې د ټرمپ د وینا ځای سره نږدې ناست وو، تر ډزو یوازې څو شیبې یې په پولیسو غږ کړی و چې برید کوونکی د یوې نږدې ودانۍ بام ته د خپلې وسلې سره یو ځای پورته کیده.

برید کوونکی دوه کاله وړاندې له لیسې فارغ شوی او له اسنادو معلومیږي چې ثبت شوی جمهوري غوښتونکی دی خو په ۲۰۲۱ کال کې چې لا ۱۷ کلن و یوې داسې سیاسي کمیټې ته یې ۱۵ امریکایي ډالر مالي بسپنه کړې وه چې د کین اړخو دیموکراتو کاندیدانو لپاره یې پیسې راټولولې.

د برید کوونکي د لیسې د وخت یو ملګري خبریالانو ته ویلي چې کروکس به تل یوازې کښیناسته او تل پرې نورو زده کوونکو ملنډې وهلې.

پولیسو او نورو امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د کروکس په موټر او کور کې د بم جوړولو مواد او AR ډول نیمه اتوماتیک ټوپک موندلی چې په همدې برید کې ترې کار اخیستل شوی و. ټوپک یې پلار پیرلی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG