د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: یوازې خدای و چې د هغه څه مخه یې ونیوله چې تصور یې نشي کیدی


د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یکشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۴) په انتخاباتي غونډې کې د ډزو پر مهال تر ټپي کیدو یوه ورځ وروسته په ټول هیواد غږ کړی چې له همت کار واخلي او "شیطان" برلاسي کیدو ته پرې نږدي.

ټرمپ تیره ورځ په داسې حال کې په ښي غوږ په مرمۍ ولګید چې د پنسلوانیا په ایالت کې یې خپلو پلویانو ته په انتخاباتي غونډې کې وینا کوله. په برید کې د غونډې یو ګډون وال وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی هم دی.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې له ټولو کسانو مننه کړې چې غمشریکې یې ورسره کړې او دعاګانې یې ورته کړیدي.

هغه لیکلي، "یوازې خدای و چې د داسې څه پیښیدو مخنیوی یې وکړ چې تصور یې نه شي کیدی. مونږ نه ډاریږو بلکې پخپلې عقیدې او د پسات په مقابل کې په ټینګه دریږو."

د امریکا په مخکني جمهور رئیس دا برید داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې هغه په همدې روانې اوونۍ کې په رسمي توګه د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید وټاکل شي او د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره به یو ځل بیا د سپینې ماڼۍ د ګټلو لپاره سیالي وکړي.

ډونالډ ټرمپ ویلي چې د همدې راتلونکې پنجشنبې په ورځ د وسکانسن ایالت د میلواکي له ښاره چې د جمهوري غوښتونکو ګوند غونډه پکې کیږي، او دی پکې د کاندید په توګه ټاکل کیږي، ملت ته وینا وکړي.

تر اوسه د برید د انګیزې په هکله معلومات نشته او برید کوونکی هم د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی.

د متحده ایالاتو برحال جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي چې تر دې دمه د امریکا په مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې د برید انګیزه معلومه شوې نه ده او په دې اړه تحقیقات روان دي.

د امریکا مشر په ټرمپ تر برید وروسته درې ځله ملت ته ویناوې وکړې. بایډن د یکشنبې په شپه له خلکو وغوښتل چې د سیاسي تشدد پای ته رسولو لپاره باید یو موټي شي.

بایډن پخپلې وینا کې وویل، "مونږ به د یو بل سره موافق نه اوسو، خو دښمنان نه یو، مونږ ګاونډیان یو، همکاران، وګړي او تر ټولو مهمه ملګري امریکایان یو."

ښاغلي بایډن چې د سپیې ماڼۍ څخه یې د برید په هکله خبرې کولې، وویل چې له ټرمپ سره یې په لنډ ډول خبرې کړي او هغه اوس په رغېدو دی.

جوبایډن وویل چې په دې اړه یې د خپلو امنیتي او استخباراتي مشرانو سره خبرې کړې او نن ماښام به بیا ورسره وغږېږي.

نوموړي زیاته کړه د فدرال تحقیقاتي ادارې د دغه برید په اړه پلټنې کوي‌ او دغې ادارې ویلي دي چې دا تحقیقات به ژر وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG