د لاس رسي وړ اتصالات

که بایډن د جمهوري ریاست له انتخاباتو لاس واخلي، ځای ناستی به یې څوک وي؟


پداسې حال کې چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته څه باندې څلور میاشتې پاتې او د جمهوري غوښتونکي ګوند وار د مخه مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ خپل کاندید ټاکلی، خو د دیموکرات ګوند د وروستي کاندید پر سر لا هم ددې ګوند غړي یوه خوله ندي.

د دیموکرات ګوند ډیری ستر مالي ملاتړ کوونکي د اوسنۍ مبارزې سره د مرستو په کولو کې زړه نا زړه دي او یو زیات شمیر دیموکراتانو په عامه توګه ویلي چې د نومبر میاشتې په انتخاباتو کې د ښاغلي بایډن د بري چانس مخ په کمیدو دی.

د دې ټولو اندیښنو څخه داسې څرګندیږي چې ښایي جمهور رئیس بایډن دیته نږدې شوی وي چې د انتخاباتي مبارزو څخه لاس واخلي.

سره لدې چې د جمعې ورځې جولای ۱۹ ( چنګاښ ۲۹) پورې د بایډن انتخاباتي ټیم او سپینې ماڼۍ د کاندید کیدو څخه د جمهور رئیس لاس اخیستو په هکله هیڅ کومه نښه نده څرګند کړې خو که چیرته هغه دا پریکړه وکړي، دیموکراتان باید هر څومره ژر چې امکان لري، د جو بایډن ځای ناستی باید ولټوي او غوره یې کړي.

تر ټولو غوره لار به دا وي چې بایډن پخپله خپل ځای ناستی وټاکي او وړاندې تر دې چې بله میاشت د دې ګوند غړي د شیکاګو په ښار کې ملي ګوندي غونډه یا کنوانیسیون جوړ کړي، د استازو څخه وغواړي چې د بایډن لخوا غوره شوي کاندید ته خپلې رایې ورکړي.

په تاریخي لحاظ په ګوندي غونډې کې استازي هغه کاندید ته رایې ورکوي چې پخپلو اړوندو ایالتونو کې یې مقدماتي یا ګوندي انتخابات ګټلي و. دا چې د دیموکرات ګوند ټولو ۳۸۹۶ استازو د جمهور رئیس بایډن سره ژمنه کړې خو د دې ګوند ملي کنوانیسیون قوانینو له مخې دا ژمنې بدلیدلی شي چې د "ښه وجدان" له مخې استازو ته د پریکړې حق ورکوي.

منطقي پریکړه به دا وي چې د بایډن پر ځای د هغه مرستیاله کاملا هریس ژر تر ژره د استازو رایې تر لاسه کړي. میرمن هریس چې د نومبر میاشتې جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هم د جو بایډن مرستیاله ده، د جمهور رئیس نه شتون په صورت کې د دې ادارې د چارو سمبالښت لپاره تر هر چا لومړۍ حقداره ده او د دیموکرات ګوند مالي چارو له مخې هم دا تر ټولو غوره کاندیده ده.

د دې ګوند انتخاباتي مبارزو قوانینو له مخې، میرمن هریس حق لري چې راټولې شوې پیسې مصرف کړي چې د مسؤلینو په وینا د جون تر میاشتې پورې دیموکراتانو د انتخاباتي لګښت لپاره ۹۱ ملیون ډالره راټول کړیدي.

د نظر معلومولو په یوې تازه سروې کې ۵۸ په سلو کې دیموکراتانو ویلي چې کاملا هریس به ښه جمهور رئیسه وي او ۳۰ په سلو کې عام وګړي بیا وایي چې میرمن هریس ته دې دا مقام ورکړل شي. په عین حال کې ۴۳ په سلو کې بالغ کسان د هغې په هکله ښه نظر لري ۷۴ په سلو کې یې دیموکراتان دي.

خو دیموکراتان ښایي دا ونه غواړي چې کاملا هریس پرته لدې چې د نور کاندیدانو سره سیالي وکړي، په اتوماتیکه توګه د بایډن ځای ناستې وټاکل شي.

څه کیدی شي؟

د دیموکرات ګون کولي چې آزاده ګوندي غونډه جوړه کړي او د ګڼ شمیر کاندیدانو څخه یو تن یې وټاکي چې د کلفورنیا ایالت والي ګیون نیوسم، د پنسلوانیا ایالت والي جاش شپیرو او مشیګن والي ګریتچن وایټمر پکې شامل دي.

خو آزده ګوندي غونډه به ډیره بې نظمه او درز اچوونکې پروسه وي – هغه څه چې دیموکراتان یې غواړي د انتخاباتو څخه وړاندې ونشي. خو که چیرته د میرمن هریس پر ځای د دیموکرات ګوند بل څوک وټاکي، د دې ګوند تور پوستی رایې ورکوونکي به ناراضه شي چې د دیموکراتانو د ملاتړ هسته بلل کیږي.

د ورجنیا په پوهنتون کې د سیاسي مرکز مشر لیرې سباتو وایي د دیموکراتانو لپاره مهمه دا ده چې که جمهور رئیس بایډن له انتخاباتي مبارزې لاس اخلی، دا ګوند باید هر څومره ژر چې امکان لري، د هغه ځای ناستې داسې څوک وټاکي چې د ټرمپ سره په مقابلې کې بریالی شي.

دیموکراتان ښایي دا پریکړه هم وکړي چې د کاندید مرستیال به څوک وي او دا پروسه ښایي په ګوند کې د درز پیدا کیدو سبب شي.

پداسې حال کې چې جو بایډن د کرونا معایناتو څخه وروسته پخپل کور کې قرنطین دی، هغه ویلي چې یوازې په هغه صورت کې له انتخاباتي مبارزو لاس اخلي چې کومه روغتیایي ستونزه ورته پیدا شي او یا خدای پخپله راشي او د دې مبارزې پریښودو امر ورته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG