د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په رسمي ډول په ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند شو


دونالډ ټرمپ په رسمي په راتلونکو انتخاباتو کې ډول د خپل ګوند نوماند شو
دونالډ ټرمپ په رسمي په راتلونکو انتخاباتو کې ډول د خپل ګوند نوماند شو

ډونالډ ټرمپ د جمهوریت غوښتونکو ګوند په ملي کنوانسیون کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې رسمآ د خپل ګوند نوماندي‌ ومنله او نوماند شو.

دا کنوانسیون د ویسکانسن ایالت د میلواکي په ښار کې و او نن جمعه جولاۍ ۱۹ (چنګاښ۲۹) پای ته ورسېده.

څو ورځې مخکې په یوې انتخاباتي غونډې کې په ډونالډ ټرمپ باندې برید وشو او روغ رمټ ترې راووت. هغه په کنوانسیون کې خپله وینا هم د همدغه برید په اړه په خبرو پيل کړه. هغه وویل: «تمه نه وه چې زه به نن شپه دلته یم. هر ځای کې وینې وې، خو ډېر مصون احساس مې وکړ، ځکه چې خدای مې تر څنګ و.»

هغه، چې په ښي غوږ باندې یې پټۍ تړل شوې وه، وویل: «زه سیالی کوم چې د ټولې امریکا ولسمشر شم، نه د نیمې امریکا، ځکه چې په نیمې امریکا کې بریالیتوب، هېڅ بریالیتوب نه دی.»

د جمهوریت غوښتونکو ګوند کنوانسیون،‌ چې څلور ورځې مخکې پیل شوی و، د ډونالډ ټرمپ په خبرو پای ته ورسېده. په دغه کنوانسیون کې د جمهوریت غوښتونکو زرګونه غړي او فعالان راټول شوي وو.

د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته شاوخوا څلور میاشتې پاتې دي‌ او ممکن په دغو سیالیو کې عمده تغیرات راشي.

ولسمشر جوبایډن په داسې حال کې په ټاکنو کې د خپل ګوند د نوماند په توګه ولاړ دی، چې په کانګرس کې یې نژدې متحدین، مالي ملاتړي او ان پخوانی ولسمشر بارک اوباما ویره لري چې بایډن به ټاکنې ونه شي ګټلای.

بایډن تېره ورځ د کرونا په ویروس اخته شو او اوس په خپل کور کې له نورو څخه ګوښه شوی، سپینه ماڼۍ وايي هغه له خپل ګور څخه چارې مخې ته وړي.

تېره میاشت په نیویارک کې ډونالډ ټرمپ په ۳۴ جرمي فقرو تورن وپېژندل شو، خو متحدینو یې په روانې اونۍ کې د هغه حقوقي مسائیل له پامه وغورځول او ټول تمرکز یې په هغه باندې په شوي برید ټول کړی و.

جمهوریت غوښتونکي په کنوانسیون کې په متحد ډول راټول شوي وو خو دموکراتان په خپلو سره کې وېشلي دي چې ایا جوبایډن په ټاکنو کې خپله سیالي روانه وساتي‌ که نه.

بایډن تېره میاشت له خپل سیال ډونالډ ټرمپ سره ښه مناظره ونه کړه او له هغه وروسته تر سخت فشار لاندې دی چې له انتخاباتي سیالیو څخه ووځي، خو هغه وايي چې سیالي به روانه ساتي. ټاکل شوې چې د دموکراتانو ملي کنوانسیون بله میاشت د شیګاګو په ښار کې وشي.

د (ای‌ پي-ان‌او‌آر‌سي) د نظر پوښتنې په اساس، دوه په درېیمه برخه دموکراتان وايي‌ چې بایډن باید له انتخاباتي سالیو څخه لاس واخلي او اجازه ورکړي چې د دموکرات ګوند بل نوماند وټاکي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG