د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ سره تر مناظرې وروسته اندیښمن دیموکراتان د کاندید په توګه د بایډن په بدلولو بحث کوي


د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د برحال جمهور رئیس جو بایډن او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تر منځ د جمهوري ریاست لومړنۍ انتخاباتي مناظرې وروسته چې ډیرو د ښاغلي بایډن "مایوسوونکې اجرا" بللې، یو شمیر دیموکراتان پدې بحث کوي چې آیا د ۸۱ کلن بایډن پر ځای یو ځوان د جمهوري ریاست سیالیو ته ور وپیژنې که نه.

سپیې ماڼۍ ویلي چې تر مناظرې وړاندې جمهور رئیس بایډن والګي نیولی و او ستونی یې خوږیده خو د کرونا معاینات یې منفي و. د هغه انتخاباتي ټیم هم ویلي چې والګی یې درلود خو په مناظرې کې اجرا یې لا ډیرې اندیښنې پیدا کړی.

بایډن پدې مناظرې چې د سي ان ان تلویزوني شبکې چمتو کړې وه او ۹۰ دقیقې وخت یې ونیوه، څو ځله یې وړاندې تر دې چې جمله پوره کړي، خپلې خبرې اصلاح کړلې، نا سم ارقام یې ورکړل او ژبه یې ونښته.

د متحده ایالاتو د یو پخواني جمهور رئیس جان ایف کینیډي د کورنۍ غړې ماریا شرویر په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د جمهور رئیس بایډن تر مناظرې وروسته د دیموکراتانو تر منځ هیبت پیدا شوی. هغې د بایډن اجرا "په څو لحاظه زړه ماتوونکې" بللې ده.

د امریکا په مشهورو ورځپاڼو کې هم په دیموکراتانو کې د همدې هیبت یادونه شوې. تر مناظرې وروسته مشهورو خبري ویب سایټونو، د دیموکرات ګوند او سپینې ماڼۍ کې یو شمیر مهمو چارواکو او د دې ګوند غټو مالي ملاتړ کوونکو پدې غور پیل کړی چې آیا بایډن د دې ګوند غوره کاندید کیدی شي که نه.

خو ددې ټولو اندیښنو او ګنګوسو سربیره، د جو بایډن د بیا د انتخاباتي ټیم د مطبوعاتو مشر مایکل ټایلر د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هیڅ داسې خبرې نشته چې د بایډن لیرې کیدل غواړي.

ښاغلي ټیلر ډاډ ورکړ چې په بلې مناظرې کې چې د سپټمبر میاشتې په ۱۰ مې کیږي، جمهور رئیس ژمنه کړې چې د ټرمپ سره به ښه سیالي کوي.

تر مناظرې وروسته د نظر معلومولو یوې سروې کې ۴۹ په سلو کې برخې اخیستونکو ویلي چې د دیموکرات ګوند باید د بایډن پر ځای یو بل څوک د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړي او یوازې ۳۰ په سلو کې بیا ویلي چې برحال جمهور رئیس دې د کاندید په توګه پاتې شي.

ټاکل شوې چې د وروستي کاندید څرګندولو لپاره د دیموکرات ګوند ملي کنوانیسون د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې وشي او د پنجشبنې ورځې مناظرې وړاندې ښاغلی بایډن چمتو بریښیده چې د خپل ګوند کاندیدي ومني ځکه چې پدې ګوند کې بل دیموکرات سیال نشته.

که چیرته جمهور رئیس بایډن پخلې خوښې له کاندیدۍ لاس په سر نشي تقریباً نا ممکنه ده چې د دیموکرات ګوند کوم بل سیال به پیدا شي چې د هغه سره پدې مرحلې کې سیالي وکړي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس براک اوباما هم په ټولنیزې شبکې کې په یوې لیکنې کې لیکلي چې "خرابې مناظرې" پیښیدی شي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې دا ځل انتخابات د داسې دوو تنو تر منځ د ټاکنو لپاره دي چې یوه یې ټول عمر د عادي خلکو لپاره مبارزه کړې او بل یې بیا یوازې د خپل ځان غم خوړلی.

د ښاغلي اوباما اشاره پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته وه.

پخپله جمهور رئیس بایډن هم د جمعې په ورځ د جمعې په ورځ په یوې انتخاباتي غونډې کې وویل چې په مناظرې کې یې اجرا ښه وه.

هغه وویل، "پوهیږم چې ځوان سړی نه یم. زه هغه شان منظاره نشم کولی لکه پخوا مې چې کوله، خو زه پوهیږم چې څنګه ریښتیا ووایم. زه پوهیږم چې څنګه دا دنده (جمهوري ریاست) وکړم. زه پوهیږم چې څنګه کارونه بشپړ کړم".

سره لدې چې بایډن د پنجشنبې ورځې مناظرې په پیل کې آرامې خبرې پیل کړلې خو وروسته اوتر بریښیده. بل پلو بیا ټرمپ هر څه واضح ویل او تر پخوا لږ تند معلومیده. د بایډن په پرتله ټرمپ په مناظرې کې ډیرې ناسمې ادعاګانې وکړلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG