د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ مناظره د بایډن او ټرمپ ترمنځ کیږي


د امریکا د متحده ایالاتو  ولسمشر جو بایډن او د دغه هیواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحده ایالاتو  ولسمشر جو بایډن او د دغه هیواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د دغه هیواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه جون ۲۷ (چنګاښ اوومه) د سي ان ان تلویزیوني شبکې په کوربه توب په لومړۍ انتخاباتي مناظره کې برخه اخلي.

د روان کال د نومبر د پنځمې نیټې د ټاکنو په درشل کې، بایډن او ټرمپ به د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو له مناظرې وروسته د لومړي ځل لپاره له یو بل سره مخامخ شي.

ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې د بایډن د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړ او له هغه وخت راهیسې یې پر یو بل څو ځله نیوکې کړي دي.

په دې وروستیو ورځو کې، ډونالډ ټرمپ د مناظرې لپاره د ولسمشر بایډن په چمتووالي ملنډې وهلې او ویلي یې دي چې هغه د مخامخ مناظرې لپاره طبي مرستې ته اړتیا لري.

په فلاډیلفیا کې د انتخاباتي مبارزو په یوه غونډه کې، ټرمپ وویل چې "په ملا کوږ جو بایډن د لوګو یوې کوټې ته د زده کړې لپاره تللی" ... "هغه اوس ویده دی، ځکه چې دوی غواړي هغه ښه او قوي وي."

ټرمپ تل ادعا کړې چې بایډن نشي کولی دوه جملې سره یو ځای کړي. خو پدې وروستیو کې هغه خپلو پلویانو ته ویلي چې بایډن ممکن د هغه زاړه او کمزوري شوي شخص په پرتله پیاوړی وي چې ټرمپ یې تصویر وړاندې کړی دی.

جو بایډن د می په میاشت کې، مخکې له دې چې د تلویزیوني مناظرې لپاره موافقه وکړي، وویل چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کې له هغه سره په دوو مناظرو کې ماته خوړلې او له هغه وخت راهیسې بیا د مناظرې لپاره نه دی حاضر شوی. بایډن وویل: "اوس هغه داسې چلند کوي لکه غواړي چې له ما سره بیا مناظره وکړي."

ټرمپ ښايي بایډن تورن کړي چې د هېواد اقتصاد یې سم نه دی اداره کړی، ندی توانېدلی چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پوله کنترول کړي او امریکا ته د کډوالو د راتګ د محدودیتونو د سختولو وړاندې یې زرګونو کډوالو ته امریکا ته د ننوتلو اجازه ورکړې ده.

بایډن ښايي ووايي چې ټرمپ اوس یو محکوم شوی مجرم دی چې د ۲۰۱۶ د ټاکنو پر پایلو د نفوذ لپاره په خپلو مالي اسناد کې د پورن فلمونو یوې اداکارې ته د حق السکوت ورکولو په اړه د جعلکارۍ په تور په ۳۴ قضیو کې پړ پيژندل شوی دی.

بایډن ښايي رایې ورکوونکو ته دا یادونه هم وکړي چې ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د نتیجو د بدلولو د هڅې په شمول په دریو نورو قضیو کې هم تورن دی.

د امریکا د سیاست ډیری شنونکي وايي میلیونونو امریکایانو له وړاندې د ۸۱ کلن بایډن او ۷۸ کلن ټرمپ ترمنځ د خپلې خوښې کاندید انتخاب کړی دی.
دا شنونکي وايي چې په زیات شمېر رایه ورکوونکي دا دواړه کاندیدان نه خوښوي خو بیا به هم د دوی ترمنځ یو انتخابوي، کیدای شي دریمګړي ګوند یا خپلواک کاندید ته رایه ورکړي او یا هم هیڅ رایه ورنکړي.

د بایډن او ټرمپ ترمنځ د ۲۰۲۰ مناظره ۷۳ میلیون خلکو کتلې وه، چې شنونکو له دې کبله په غالب ګمان ترټولو ناوړه مناظره بللې وه چې په ترڅ کې یې دواړو د یو بل خبرې قطع کولې او د یو بل پر سر یې خبرې کولې. خو بیا هم، د دواړو ترمنځ دوهمه مناظره ترډیره ارامه وه.

د نن شپې په مناظره کې چې په اتلانتا ښار کې د سي ان ان په مرکزي سټوډیو کې ثبتیږي، نندارچیان برخه نلري او په دې توګه د نندارچیانو ملاتړ او یا مخالفت له مناظرې څخه کم شوی دی.

په دغه مناظره کې کوربانه کولی شي د یو کاندید د غږیدو پر مهال د دوهم مایکروفون غلی کړي او یا یې د ځواب ویلو د ټاکلی وخت د پوره کیدو سره مایکروفون بند کړي.

د مناظرې د شرایطو له مخې، چې د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونو منلي دي، هر کاندید دوه دقیقې وخت لري ترڅو له هغوی څخه پوښتل شویو سوالونو ته ځواب ووايي او هر یو به یوه اضافي دقیقه وخت ولري چې د مقابل لوري ممکنه تورونو ته غبرګون وښيي.

دا مناظره ۹۰ دقیقې دوام کوي چې دوه درې نیمې دقیقې وقفې پکې دي چې په ترڅ کې به یې اعلانات خپریږي. د وقفو په ترڅ کې کاندیدان حق نلري چې له خپلو سلاکارانو سره خبرې وکړي.

کاندیدان به همدارنګه حق ونلري چې چې له ځان سره لیکلي مواد راوړي او د مناظرې په ترڅ کې هغوی ته یوازې کاغذ، قلم او اوبه ورکول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG