د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ 'مجرم' ګڼل کېدو د امریکا د ولسمشرۍ پر ټاکنیزو مبارزو اغیز کړی


د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسنی ولسمشر جو بایډن
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسنی ولسمشر جو بایډن

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو سوداګریزو اسنادو کې په جعلکارۍ د "مجرم" ګڼل کېدو وروسته، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د هغه او همدارنګه د ولسمشر جو بایډن ټاکنیز کمپاینونه هڅه کوي چې د محکمې دا حکم د پلویانو د راجلبولو لپاره وکاروي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۳) زندان ته د تللو د امکاناتو په اړه خبرې وکړې چې محکمه به یې د جولای په ۱۱مه پرېکړه کوي.

نوموړی د نومبر پنځمې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو د ګوند نوماند ددې او ددغو ټاکنو د ګټلو په صورت کې به د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر شي چې د محکمې له لورې مجرم پېژندل شوی دی.

د ټرمپ مدافع وکیلان ډاډمن دي چې د محکمې دا حکم به د ټرمپ پر محبوبیت اغیز ونکړي.

د هغه یو مدافع وکیل ویل شارف د اې بي سي تلویزیون ته وویل: "د ټرمپ کمپاین د دې حکم ۲۴ساعته وروسته، په څرګنده توګه د نویو لسګونو زرو مرسته کوونکو د سیاسي او مالي ملاتړ د ګټلو ریکارد مات کړی. فکر کوم چې د امریکا ولس دې حکم ته په هغه ډول چې مطرح شو، ګوري. موږ ډیر هیله مند یو چې د استیناف په محکمه کې به یې باطل کړو."

د محاکمې په ترڅ کې څارنوالانو استدلال وکړ چې ټرمپ پخپلو سوداګریزو سوابقو کې جعل کړی څو په غېرقانوني ډول د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو پايلې په خپله ګټه بدلې کړي. ټرمپ دغه ټاکنې وګټلې.

د مریلنډ والی چې دموکرات دی وایي، د ګنهګارۍ حکم به په سیاسي لحاظ د ټرمپ سره په خاص ډول د افریقایي الاصله امریکایانو د ملاتړ په راجلبولو کې مرسته ونکړي.

مور وویل: "کوم څه چې په ټولنه کې به مطرح وي، هغه به دا وي چې داسې ولسمشر ولري لکه جو بایډن چې واقعا زموږ په راتلونکې باندې فکر کوي."

ټرمپ د فاکس تلویزیون د "فاکس او فرینډز" په خپرونه کې د یکشنبې په ورځ راڅرګند شو او د جولای په یوولسمه یې د خپل زنداني کېدو او یا کورني حبس پر شونتیا تبصره وکړه.

هغه وویل:‌ "فکر نه کوم چې خلک به یې وزغمي. فکر نه کوم چې که ولس به پرې ودریږي. فکر کوم چې دا به د ولس لپاره سخته وي چې ویې مني. تاسې پوهېږئ چې زغم هم له یوې اندازې وروسته پای ته رسیږي."

د بایډن ټاکنیز کمپاین ددې مرکې یوه برخه په اېکس پاڼه خپره کړې او پرې داسې تبصره یې کړې چې "ګنهګار ټرمپ ویلي که په کور کې حبس شي نو تشدد به رامنځته شي."

د شیکاګو د پوهنتون سیاسي متخصصه سوسن سټوکس وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به پخپل پیغام ټینګار وکړي چې هېڅوک له قانون څخه لوړ ندی او له دې لارې به د هغه ټاکنیز کمپاین د ټرمپ د ګنهګارۍ له حکم څخه په استفادې د جمهوري غوښتونکي ګوند د احتمالي نوماند پر شخصیت برید وکړي.

هغې وویل: "د پېسو نه د استفادې هیله او قدرت او نفوذ ددې لپاره چې حساب کتاب ورسره ونشي، تاسې د داسې یو تمرکز تمه له هغوی کوئ شئ."

مېرمن سټوکس وايي چې د ټرمپ کمپاین به د خپلې تګلارې په بدلولو د نورو رای ورکونکو د ملاتړ د ګټلو هڅه وکړي.

هغې زیاته کړه: "ښایي په نیمه ښاري سیمو کې هغه ښځې چې نپوهېږي د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې څه وکړي او ورته یو څه دلیل وړاندې شي چې له دې حکم څخه ورهاخوا فکر وکړي."

د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان پر هغو امریکایانو تمرکز کوي چې تراوسه یې لا تصمیم ندی نیولی او تمه کیږي دواړه د جون په ۲۷مه په لومړنۍ تلویزیوني مناظره کې سره مخامخ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG