د لاس رسي وړ اتصالات

منصفه پلاوي دونالډ ټرمپ د ۳۴ جنايي تورونو په قضیو کې مجرم وباله؛ ټرمپ وايي بې ګناه دی


دونالډ ټرمپ وايي‌بې ګناه دی
دونالډ ټرمپ وايي‌بې ګناه دی

د نیویارک منصفه پلاوي‌ د پنجشنبې په ورځ مۍ ۳۰ (جوزا لسمه) د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو د نتایجو د اغیزمن کولو د ناقانونه هڅې، چې هغه یې سپینې ماڼۍ ته ورسوه، او په ټولو ۳۴ جنايي‌ تورونو کې مجرم وباله.

د منصفه پلاوي ۱۲ غړو له دوو ورځو بحثونو او ټولو شواهدو او مدارکو له ارزولو وروسته پرېکړه وکړه چې دونالډ ټرمپ په دغو قضیو کې پړ دی.

ټرمپ د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ کلن تاریخ کې لومړی مخکنی ولسمشر دی چې په «جنايي‌ قضیو کې پړ پېژندل»‌ کېږي.

د منصفه پلاوي د غړو له دغې پرېکړې وروسته دونالډ ټرمپ‌ د زندان له خطر سره هم مخامخ شوی، خو دا چې ټرمپ به په زندان محکوم شي که نه، د جولاۍ په ۱۱ به معلومه شي.

د ټرمپ مدافع وکیل تاد بلانچ د دغې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه،‌ خو د نیویارک د عالي‌ محکمې قاضي‌هوان مرچن سمدستي دا غوښتنه رد کړه.

د سي ان ان او فرانس پرس اژانس د راپورونو په اساس دونالډ ټرمپ د محکمې څخه تر وتلو وروسته وویل: «موږ هېڅ هم نه دي کړي. زه ډېر معصوم یم.»

ټرمپ زیاته کړه: «دا تقلبي او شرموونکې محکمه ده. اصلي پرېکړه به د نومبر په پنځمه نېټه د خلکو له لوري وي.» د نومبر په پنځمه په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات دي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن د ټرمپ په اړه د تازه پرېکړې په هکله تر دې دمه څه نه دي ویلي‌، خو د هغه د انتخاباتي کمپاین دفتر له رایه ورکوونکو غوښتي چې د نومبر په پنځمه نېټه ټرمپ ته ماتې ورکړه.

د بایدن د کمپاین دفتر ویلي: «ټرمپ تل دا غلط باور لري چې د خپلو شخصي لاس ته راوړنو لپاره د قانون د ماتولو له کبله به له عواقبو سره نه مخامخ کېږ.... اوس هم یوه لاره پاتې چې دونالډ ټرمپ له اوال افس (سپینې ماڼۍ) څخه لېرې وساتل شي: د رایې اچوونې صندوق. که په جنايي تورونو محکوم کېږي یا نه، ټرمپ به د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د جمهوریت غوښتونکو نوماند وي.»

دونالډ ټرمپ مخکې هم په دریو جنايي قضیو کې تورن شوی و، خو تر دې دمه محکوم شوی نه و.

د منصفه پلاوي‌ دا پرېکړه د امریکا د جمهوري‌ ریاست تر انتخاباتو شاوخوا شپږ میاشتې مخکې وشوه، په دغو انتخاباتو کې دونالډ ټرمپ هم یو کاندید دی.

منصفه پلاوي له ۹.۵ ساعتونو بحثونو وروسته دونالډ ټرمپ په ټولو ۳۴ جنايي قضیو کې محکوم وپېژنده. د دغې پرېکړې د اعلان په مهال دونالډ ټرمپ ارام په خپلې څوکۍ او لاندې یې کتل.

تمه کېږي چې ټرمپ به ژر په دې اړه د استیناف غوښتنه وکړه. ټاکل شوې چې هغه به بله اوونۍ د خپلو انتخاباتي مبارزو لپاره د پېسو ټولولو کمپاین او غونډې وکړي.

د ټرمپ مخکني سیاسي مشاور مایکل کوهن په محکمې کې شهادت ورکړ چې ټرمپ ورته د ۲۰۱۶ کال تر انتخاباتو مخکې ویلي وو چې ډانیلز سټورمي ته ۱۳۰زره ډالر ورکړي چې غلې پاتې شي. سټورمي وايي چې ټرمپ یوه لسیزه مخکې له هغې سره جنسي اړیکې لرلې.

په متحدو ایالتونو کې د حق السکوت لپاره پېسې ورکول ناقانونه نه دي، خو ټرمپ تورن دی چې په خپلو تجارتي سوابقو کې یې درغلي‌ کړې چې ډانیلز ته پېسې ورکړي. ټرمپ وايي دا پېسې یې کوهن ته د هغه د حقوقي کارونو لپاره ورکړې وې.

ټرمپ له ډانیلز سره هر ډول روابط لرل رد کړي. د ټرمپ مدافع وکیلان ادعا کوي چې کوهن په خپله خوښه او د ټرمپ له خبرولو پرته د ډانیلز مدافع وکیل ته پېسې استولې وې.

یوه بله امریکایي موډله کارن مکدوګل هم ادعا کوي چې ټرمپ تر جمهور رئیس کېدو مخکې له هغې سره څو میاشتې جنسي اړیکې لرلې. هغه دا ادعا هم کوي چې یوې خپرندویې ادارې په ۱۵۰زره ډالرو د هغې د هغې مقالې د خپرېدو حق او امتیاز اخیستی چې په کې له دونالډ ټرمپ سره د جنسي اړیکو مسائیل بربنډ شوي. کارن مکدوګل ادعا کوي چې دې خپرندوی بیا د ټرمپ په دستور دا مقاله خپره نه کړه.

غبرګونونه

د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشراو د جمهوریت غوښتونکو ګوند غړي مایک جانسن د ټرمپ په اړه دا پرېکړه «له شرم څخه ډکه» وبلله.

هغه په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «نن د امریکا په تاریخ کې له شرم څخه ډکه ورځ ده. دموکراتان خوشحالي‌ کوي چې د مخالف ګوند مشر یې په خندوونکو تورونو په محکوم کړی....»

هغه ویلي‌ دي چې یو سیاسي تمرین (بهیر) و، حقوقي نه و.

د سپینې ماڼۍ حقوقي مشاور ایان سامز د دغې پرېکړې له اعلان وروسته وویل: «موږ د قانون حاکمیت ته درناوی کوو او په دې اړه کوم بل غبرګونه نه لرو.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG