د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او ټرمپ موافقه وکړه چې دوې تلویزوني مناظرې به کوي


د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې جوبايډن ګټونکی شو
د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې جوبايډن ګټونکی شو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د هغه سیال دونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غوايي۲۶) اعلان وکړ چې د جون په ۲۷ او سپتمبر په لسمه به انتخاباتي تلویزوني مناظرې کوي.

په امریکا کې د سي ان ان خبري شبکه وايي چې دواړو کاندیدانو منلې ده چې لومړۍ انتخاباتي مناظره به د اتلانتا په ایالت کې د دغې شبکې په سټوډیوګانو کې کېږي، خو نندارچیان به په کې نه وي. دویمه مناظره به د اې بي سي شبکه مخې ته وړي.

دونالډ ټرمپ، چې د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې جوبایډن ته وبایلله او لا هم ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي‌ شوې، له څو اوونیو راهېسې خپل دموکرات سیال ننګوه چې ورسره مناظره وکړي او اوس جوبایډن ومنله چې مناظره به کوي.

د جوبایډن د کمپاین ډلې منلې ده چې هغه به دا مناظرې کوي، خو وايي په هغو دریو نورو مناظرو کې، چې د ولسمشرۍ د مناظرې غیر حزبي کمېسیون د سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې وړاندیز کړي،‌ ګډون ونه کړي. دا کمېسیون له دریو لسیزو راهېسې د ولسمشرۍ مناظرې تنظیموي.

جوبایډن د دموکرات او دونالډ ټرمپ د جمهوریت غوښتونکو ګوند غړي دي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ «ټروټ» کې لیکلي‌ دي چې له بایډن سره د بلې میاشتې او د سپتمبر د میاشتې «مناظرو ته چمتوی دی».

دواړو کاندیدانو په ټولنیزو رسنیو کې یو بل ته طعنې ورکړې دي. جوبایډن د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: «دونالډ ټرمپ په ۲۰۲۲ کې ماته دواړه مناظرې بایللې او له هغه وخت راهېسې هغه بیا کومې مناظرې ته حاضر شوی نه دی، اوس داسې ښکاره کوي چې یو ځل بیا له ماسره مناظره کوي...»

ټرمپ بیا ویلي‌ دي چې «بایډن زما تر ټولو بده مناظره وه چې ورسره مخامخ» شوی وم- هغه دوې جملې سره یو ځای کولای نه شي».

سي ان ان هم د دغو مناظرو نېټې اعلان کړې او ویې ویل چې دواړو کاندیدانو منلې ده.

سي ان ان دا احتمال هم رد کړی نه دی چې ممکن بل درېیم کاندید هم په دغې مناظرې کې وي، په مناظرو کې د کاندیدانو د ګډون عمده شرط دا دی چې کاندید باید د ۱۵ فیصده رایه اچوونکو حمایت ولري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري‌ ریاست ټاکنې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه نېټه دي. د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې جوبايډن وګټلې، خو دونالډ ټرمپ د انتخاباتو پایلې ونه منلې او ادعا یې وکړه چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي، مګر د خپلې دغې ادعا د اثبات لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG