د لاس رسي وړ اتصالات

منصفه هیات د امریکا د ولسمشر جو بایډن زوی په دریو قضیو کې مجرم وګاڼه


د امریکا د ولسمشر جو بایډن زوی، هنټر بایډن له خپلې مېرمنې او مور سره له محکمې څخه د وتلو پر مهال
د امریکا د ولسمشر جو بایډن زوی، هنټر بایډن له خپلې مېرمنې او مور سره له محکمې څخه د وتلو پر مهال

په متحده ایالاتو کې د محکمې له لورې ګمارل شوي یو منصفه هیات د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) د دغه هېواد د ولسمشر زوی هنټر بایډن په غیرقانوني توګه د وسلې پېرلو په تور مجرم وګاڼه.

دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې د یو برحال ولسمشر زوی د جنايي جرم په تور محاکمه کیږي.

د ولسمشر جو بایډن د ۵۴ کلن زوی په دریو قضیو کې دا محکومیت د هغه د ۲۰۱۸ کال د یوې تومانچې له پیرلو سره تړاو لري په کومه موده کې چې نوموړی په مخدره توکو روږدی و.

څارنوالانو استدلال وکړ چې نوموړي د وسلې د پیرلو پر وخت په لازمو دولتي اسنادو کې د خپل اعتیاد په اړه دروغ ویلي وو.

د منصفه هیات دا پریکړه په داسې ورځ اعلان شوې چې ټاکل شوې د هغه پلار او د ولسمشرۍ ټاکنو ته دیموکرات کاندید، جو بایدڼ په واشنګټن کې له ټوپک څخه پیدا شوي تاوتریخوالي په اړه وینا وکړي.

د بایډن په پلرني ایالت دلاویر کې ددغې محاکمې له پای ته رسیدو وروسته د سپینې ماڼۍ له خوا په خپور شوي یو بیان کې، بایډن د خپل زوی لپاره "مینه او ملاتړ" څرګند کړی دی.

بایډن وویل: "زه ولسمشر یم، مګر زه پلار هم یم. جیل او زه له خپل زوی سره مینه لرو، او موږ په هغه سړي ویاړو، چې هغه نن دی."

هغه وویل: "ډیری کورنۍ چې عزیزان یې په مخدره توکو روږدي شوي دي، دا درک کوي او پرې ویاړي چې هغوی له خپل پخواني حالت څخه راوتلي او په خپل ژوند کې د بدلون لپاره یې قوي عزم ښودلی دی."

بایډن زیاته کړه: "هنټر د استیناف غوښتنه کوي او زه به د دې قضیې پایله ومنم او قضایي پروسې ته به خپل درناوی وساتم."

دغه ۱۲ کسیز هیات په تیرو دوو ورځو کې درې ساعته خبرې کړي او پرېکړې ته رسېدلی دی.

د یوې اونۍ محاکمې په جریان کې هنټر بایډن محکمې ته ندی غوښتل شوی خو د هغه مور، لومړۍ میرمن جیل بایډن د څو ورځو لپاره د محکمې په غونډو کې برخه لرله.

هنټر بایډن ممکن تر ۲۵ کلونو پورې په بند محکوم شي، که څه هم د محکمې له لورې په لومړي ځل مجرم لپاره د بند سزا عامه نده.

دا پریکړه دوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې د امریکا پخوانی ولسمشر او د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د سوداګرۍ په اسنادو کې د درغلۍ په جرم محکوم شو.

پر هنټر بایډن باندې همدارنګه د کلیفورنیا په ایالت کې د مالیې په ورکولو کې د درغلۍ تور دی چې د نوموړي دغو حقوقي قضیو د دیموکراتانو هڅې پیچلې کړې ترڅو په انتخاباتي مبارزو کې خپل تمرکز له ټرمپ سره په سیالۍ کولو باندې وساتي. ټرمپ د امریکا لومړنی پخوانی ولسمشر دی چې په جرم محکوم شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG