د لاس رسي وړ اتصالات

پر ټرمپ تورونه؛ جمهوري غوښتونکو د بایډن په اړه پلټنې پراخې کړي


د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي هڅه کوي چې د ولسمشر جو بایډن د زوی، هنټر بایډن، په اړه پلټنو ته زور ورکړي ترڅو قضیه یې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د قضیې سره، چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلولو په هڅې تورن دی، یو ډول وښيي.

د متحده ایالتونو د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو غړو د هنټر بایډن په اړه د عدلیې وزارت د هغې هوکړې په اړه پلټنه پیل کړې ده چې تېره اونۍ ماته شوه. په هوکړه کې د ولسمشر د زوی څخه غوښتل شوي وو چې د دوو کلونو د مالیاتو د نه ورکړې اعتراف وکړي ترڅو د نوموړي لخوا د ناقانونه وسلې ساتلو قضیه یې وبخښل شي.

د استازو جرګې مشر کیوین مک کارتي وویل: "موږ باید معلومه کړو چې ایا عدلي نظام د ټولو امریکایانو لپاره یو شان دی؛ نه دا چې یو عدلي نظام د بایډن د کورنۍ او بل د امریکا لپاره وي."

مک‌کارتي، وغوښتل چې د هنټر بایډن قضیه د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د قضیې سره چې د پنجشبنې په ورځ د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د بدلولو د هڅې په تور محکمې ته حاضر شو، برابره وښيي.

مک کارتي د ټولنیزو رسنیو له لارې وویل چې د ټرمپ تورنول د هنټر بایډن له قضیې د خلکو د پام اړولو او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مخکښ نوماند د برید په موخه دي.

د جورج واشنګټن پوهنتون د حقوقو استاده جیسیکا ټیلیپمن وايي، پر هنټر بایډن تورونه نسبتاُ د ټیټې کچې دي او پر انتخاباتو باندې د امریکایانو د بې باره کولو له هغو تورونو سره د مقایسې وړ ندي چې پر ټرمپ لګېدلي دي.

ټیلیپمن دغه راز وايي: "خو که بیا هم غواړئ چې د سیاسي نظر څخه ورته وګورئ، دا لیدل به د قانون د لید سره ډېر توپیر ولري."

د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو ګواښ کړی چې ولسمشر بایډن به د خپل زوی د سوداګرۍ په بهرنیو معاملو کې د ښکېلتیا د هغو تورونو پر اساس چې لا تائید شوي ندي، استیضاح کړي.

بایډن په وروستیو کې په امریکا کې د انفلاسیون په اړه د خبرو پر مهال د جمهوري غوښتونکو دا ګواښ بابېزه وګڼه. بایډن وویل: "ښايي دوی پرېکړه کړې وي چې د انفلاسیون د کمولو له امله مې استیضاح کړي. زه نه پوهېږم خو راته په زړه پورې ده."

د اونۍ په پیل کې د هنټر بایډن د کاروبار یو پخواني شریک کانګرس ته وویل چې د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې هنټر بایډن څو ځله د سوداګرۍ بهرني شریکان د پلار سره غږولي ترڅو هغه ته د لاسرسي تصور ورباندې وپلوري. خو هغه زیاته کړه چې ولسمشر بایډن هیڅکله د خپل زوی په سوداګریزو معاملو کې نه دی ښکېل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG