د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او ټرمپ د ۲۰۲۴ په لومړنۍ مناظره کې د یو بل پر وړاندې ودرېدل


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او ددغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او ددغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او ددغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سي ان ان تلویزیوني شبکې په کوربه توب مناظره کې د یو بل پر وړاندې ودرېدل او د اقتصاد، بهرنیو چارو، د جنین د سقط او له مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته د کډوالو د راتګ په اړه یې بحث وکړ.

ټرمپ په دې مناظره کې چې په اتلانتا کې د سي ان ان په سټوډیو کې ترسره شوه، وویل: "موږ د دریمې نړۍ ملت په څېر یوو او دا د شرم خبره ده... [نړۍ] نور زموږ درناوی نه کوي او فکر کوي چې موږ احمق یو."

بایډن په ځواب کې ټرمپ ته په اشارې سره وویل: "دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر دی. دا سړی د امریکا له ډیموکراسۍ څخه هیڅ درک نلري."

انفلاسیون

د انفلاسیون په اړه د مناظرې د کوربه د پوښتنې په ځواب کې بایډن ددغه ستونزې له کبله ټرمپ پړ وګاڼه، او ویې ویل چې له هغه څخه ورته یو مخ په ځوړه اقتصاد پاتې شو. بایډن وویل: "او موږ اړ وو چې دغه حالت مو بیرته رغولی وای."

بایډن هڅه وکړه چې په خپله واکمنۍ کې د اقتصاد د اداره کولو د طرز د ستایلو او د لوړو بیو له کبله خلکو ته د زیان رسېدو د یادونې ترمنځ موازنه وساتي.

ټرمپ بیا د خپلو اقتصادي لاسته راوړنو او د کوویډ-۱۹ وبا سره د خپل حکومت د چلند ستاینه وکړه. اقتصادي شننې ښيي چې په ۲۰۱۷ کې په مالیه کې هغه کمښت چې ټرمپ لاسلیک کړ، تر یوې اندازې د اقتصادي غوړېدا سبب شو، خو په هغه اندازه نه وو چې نوموړي یې ژمنه کړې وه.

د جنین سقط

د جنین د سقط د حق مسله هم په مناظره کې راپورته شوه، ټرمپ وویل چې هغه به د سقط درملو ته لاسرسی بند نه کړي.

د خپل ولسمشرۍ په دور کې ټرمپ د متحده ایالاتو سترې محکمې ته درې قاضیان وګمارل چې دغه کار په ۲۰۲۲ کې یې د جنین د سقط د اساسي حق په لغوه کولو کې مرسته وکړه. دې پریکړې ایالتونو ته د دې کار اساس وټاکه چې د جنین د سقط په حق محدودیتونه وضع کړي، خو ټرمپ د خبرو په ترڅ کې وویل چې د "جنسي تیري" په قضیو کې او یا هم کله چې "د مور ژوند په خطر کې وي" له سقط جنین سره مخالفت نه کوي.

بایډن یو ځل بیا د سقط د حقونو څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې که بیا ولسمشر وټاکل شي، د جنین د سقط اساسي حق به بیرته پرځای کړي. هغه زیاته کړه چې د ناوخته سقط مخالف دی.

د روسیې جګړه

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ او د نن شپې د مناظرې په ترڅ کې ټرمپ او بایډن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د وړاندې شویو شرطونو په اړه اختلاف وښود. ټرمپ ادعا وکړه چې که ولسمشر وای، دا جګړه به نه وای پیل شوې. هغه له اوکراین سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو پر دوام انتقاد وکړ.

بایډن وویل چې ټرمپ به د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) څخه متحده ایالات وباسي او د جګړې د لا زیاتیدو خطر به رامنځته کړي. بایډن همدارنګه پوتین یو "جنګي مجرم" وباله.

د اسرائیل-حماس جګړه

دواړو کاندیدانو د تېر په څېر د حماس له اورپکو سره په جګړه کې د اسرائیل ملاتړ څرګند کړ. که څه هم بایډن په دې وروستیو کې د غزې د جګړې د طرز او د فلسطینیانو د تلفاتو له کبله چې شمېر یې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له ۳۷ زرو اوښتی او زیاتره یې ښځې او ماشومان ښودل شوي، د اسرائیل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو نیوکه کړې ده.

بایډن په دې وروستیو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې لپاره یو پلان وړاندې کړ، خو ټرمپ وویل چې اسرائیل باید سمدستي لاړ شي او "هر هغه څه وکړي چې حماس ته د ماتې ورکولو لپاره یې باید ترسره کړي."

په دغه مناظره کې، نندارچیان نه وو او یو شمیر سلاکارانو د دواړو کاندیدانو ملتیا کوله. لومړۍ مېرمن جیل بایډن سټوډیو ته ورغلې وه، خو د ټرمپ مېرمن میلانیا ټرمپ هلته نه وه. یو شمیر جمهوري غوښتونکي چې غواړي د ټرمپ د مرستیال څوکۍ ونیسي، د سي ان ان سټوډیو ته ورغلي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG