د لاس رسي وړ اتصالات

جیمز په رسمي ډول په ټاکنو کې د ټرمپ مرستیال نوماند شو


جیمز ونس په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ مرستیال نوماند دی
جیمز ونس په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ مرستیال نوماند دی

جیمز ډیویډ ونس په رسمي ډول ومنله چې د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به د جمهوریت غوښتونکو ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال نوماند وي.

جمیز د پنجشنبې په شپه د امریکا د ویسکانسن ایالت د میلواکي په ښار کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند په ملي کنوانسیون کې په لومړي ځل وینا وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې په همدغه ځای کې په رسمي ډول اعلان وکړ چې په ټاکنو کې به د ډونالډ ټرمپ مرستیال نوماند وي‌ او د خپل ګوند د بري لپاره به ګډه مبارزه کوي.

نوموړي په خپلې وینا کې د امریکا په داخلي سیاست، ځینو بهرنیو مسائیلو او خپل کورني ژوند باندې هم خبرې وکړې.

ډونالډ ټرمپ دوې ورځې مخکې په خپلې ټولنیزې شبکې کې اعلان وکړ چې جیمز ډویډ ونس یې خپل مرستیال نوماند ټاکلی دی. دی، چې ۳۹ کلن دی او تقریبآ دوه کاله د امریکا په سنا کې د اوهایو ایالت استازی و.

د ده په اړه ویل کېږي،‌ چې د متحدو ایالتونو په بهرنۍ تګلارې کې کمه تجربه لري.

ده په خپلې وینا کې د ټرمپ انتخاباتي‌ شعار،‌ امریکا تر هر څه لومړی، تکرار کړ او د هغه په اړه ویل کېږي د اسرائیل پلوی او د چین مخالف دی.

جیمز ډویډ ونس د امریکا په پوځ کې هم دنده لرله او په عراق کې یې ماموریت ترسره کړی دی.

د جمهوریت غوښتونکو ګوند ملي کنوانسیون د دوشنبې په ورځ پیل شوې او ټاکل شوې ده چې سبا شپه په رسمي ډول ډونالډ ټرمپ‌ په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند اعلان شي‌ او هغه دا نوماندي ومني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG