د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو احتمالي کاندیده کاملا هریس څوک ده؟


د متحده ایالاتو ولسمشر او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د یکشبنې په ورځ جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۱) له خپلې نوماندۍ تیر شو او د خپلې مرستیالې کاملا هریس ملاتړ یې اعلان کړ.

کاملا هریس په ۱۹۶۴ کې د کالیفورنیا ایالت د اوکلنډ په ښار کې له هندۍ مور او جمېکايي پلار څخه زېږېدلې ‌او ښوونځی یې په هغو کلونو کې لوستی چې په امریکا کې، په ځانګړي ډول ددغه هېواد په ښوونځیو کې، د نژادي کرکې د لمنځه وړلو هلې ځلې روانې وې.

کاملا هریس د هارورډ پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې له فراغت وروسته، په ۲۰۰۴ کال کې لومړنۍ میرمن وه چې د کالیفورنیا ایالت د سان فرانسیسکو ښار څارنوالۍ مشره شوه او په ۲۰۱۱ کې لومړنۍ تور پوستې شوه چې د کالیفورنیا ایالت د څارنوالۍ د مشرۍ په توګه یې کار پیل کړ.

هریس په ۲۰۲۱ کې یو ځل بیا تاریخ جوړ کړ او لومړنۍ میرمن وه چې د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله وټاکل شوه.

د ۱۹۸۹ کال په دې عکس کې کاملا هریس (ښۍ) له خپلې هندۍ مور شیامالا (منځنۍ) او یوې ښوونکې سره، له ښوونځي څخه د فراغت په حال کې لیدل کیږي.
د ۱۹۸۹ کال په دې عکس کې کاملا هریس (ښۍ) له خپلې هندۍ مور شیامالا (منځنۍ) او یوې ښوونکې سره، له ښوونځي څخه د فراغت په حال کې لیدل کیږي.

د ولسمشر د مرستیالې په توګه د کار په کلونو کې هغې د سترې محکمې له لورې د جنین د سقط د قانوني حق د لغوه کولو په بحثونو کې رسا غږ لرلی او خلکو ته د حکومت په مرسته د ارزانه روغتیايي بیمو برابرولو او د درملو د نرخونو د راکمولو ملاتړ یې کړی دی.

حکومت همدارنګه نوموړې له مکسیکو سره په سرحد کې د کډوالو د مسئلې د حل موندلو لپاره مسئوله وټاکله خو د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې د کډوالو مسئلې زیات ارزښت موندلی او په دې موضوع کې د بایډن ټاکنیز کمپاین دفاعي دریځ غوره کړی دی.

هریس له جون میاشتې راهیسې په ټاکنیزو کمپاینونو کې خپل ګډون زیات کړی دی.
هریس له جون میاشتې راهیسې په ټاکنیزو کمپاینونو کې خپل ګډون زیات کړی دی.

د جون په میاشت کې له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې د بایډن د کمزورې کارکردګۍ وروسته، هریس په ټاکنیزو کمپاینونو کې خپل ګډون زیات کړی دی.

ولسمشر بایډن د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ تیر شو او له هریس څخه یې ملاتړ څرګند کړ. که د دیموکرات ګوند لخوا د هریس نوماندي تائید شي، نو نوموړې به د امریکا ولسمشرۍ ته د لومړنۍ هندي نژاده ااو تور پوستې کاندیدې په توګه یو ځل بیا تاریخ جوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG