TV
بو علي سینا: د رحم د سرطان مخنیوي او درملنه
د رحم د سرطان د لاملونه او اختلاطات، په خلکو کې د هوا د ککړتیا له امله د ناروغیو تشخیص او درملنه، د حیض له بندیدو وروسته ستونزې، په تنکیو ځوانانو کې د مخدره توکو کارولو اغیزي، د مخدره توکو د زیانونو په اړه د پوهاوی راپورونه او د روغتیا په اړوند تازه خبرونه د دې اونۍ په بو علی سینا پروګرام کې کتلي شي.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
سپینې خبرې – په پاکستان او ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه
د افغان کډوالو د ایستلو لپآره د پاکستان او ایران د حکومتونو له خوا فشارونه زیات شوي دي. د افغان مهاجرینو د ایستلو چټکوالی به د هغو مهاجرینو په وضعیت څه اغیز وکړي چې له پاکستان څخه د تخلیې په حال کې دي؟ د سپینې خبري په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو.