TV
اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانانو هڅې - ژوند په امریکا کې
د ژوند په امریکا کې ددې اوونۍ په خپرونه کې، د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن ښار کې د صاحبي مالي خدماتو مؤسسې له رئیس او بنسټ ایښودونکي سره خبرې شوي. دا مؤسسه، چې د یو افغان لخوا جوړه شوې، نه یوازې مالي او د حسابدارۍ خدمات وړاندې کوي، بلکې افغانانو ته د کار موندنې روزنیزې برنامې هم چمتو کوي.
![](https://gdb.voanews.com/00000000-0000-0000-0000-000000000000_w100_r1.gif)
زاهد په کاکتوس+ کې: طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د ټولو هېوادونو مرستې ته ښه راغلاست وایم
د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی محمد الماس زاهد وايي که څه هم تراوسه د طالبانو مخالفو ډلو د پاکستان حکومت له استازو سره خبرې ندي کړي خو د پاکستان او د هر هغه هېواد مرستې ته ښه راغلاست وايي چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو وړتیا لري.
افغانستان کې د خبریالانو نیول کېدو ته د ملګرو ملتونو اندیښنه - سپینې خبرې
ملګرو ملتونو د طالبانو لخوا د رسنیو د کارکوونکو پر نیولو اندیښنه ښودلې او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. طالبان په څه هدف یو شمیر خبریالان نیسي او نړیوال بنسټونه ددغو خبریالانو د حقونو د تامین لپاره څه کولی شي؟ په دې موضوع د سپينې خبرې په خپرونه کې بحث شوی.
د سیمې او نړۍ سره د طالبانو سیاسي روابط - نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د نړۍ او سیمې د هیوادونو سره د طالبانو په سیاسي روابطو بحث کوو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وایي چې په ترکیه کې د افغانستان د سفارت چارې روانې دي خو ددغه سفارت یو شمیر کارکوونکي چې د جمهوریت د وخت دي وایي سفارت د ترکیې په غوښتنه بند شوی.