د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغرونو د دوام او له امریکا څخه د سلګونه زره غیر قانوني مهاجرو د ایستلو په څرګنوالي خبرې شوي.
د افغان متحدینو څخه د امریکا په ملاتړ د امریکا د دفاع د نوي وزیر ټینګار، له امریکا څخه د ناقانونه کډوالو د شړلو بهیر، د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدل، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي افغانستان د یو دولت په توګه د یو شمیر نړیوالو تړونونو له مخې بشري حقونو ته د ژمنتیا په برخه کې مکلف دی. په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو لامل څه دی؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰