د اتصال په خپرونه کې امریکا ته د کډوالۍ د پروګرام ځنډېدو څخه د افغانانو د مستثنا کولو د غوښتنې او د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو پر سر د لانجې په اړه بحث کیږي.
د امریکا غږ د سه شنبې په خبري ټولګه کې په کندز کې د یو ځانمرګي برید او د داعش د ګواښونو، حماس ته د امریکا د ولسمشر د خبرداري او امریکا ته د فولادو او المونیو په وارداتو د تعرفو د لګولو په اړه خبرونه خپرېږي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش خراسان ډله سیمې او نړۍ ته ګواښ بللی دی. ددې ګواښ مخنیوی څنګه کیدای شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰