د اتصال په خپرونه کې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په موضوع او په افغانستان کې په رسنیو د طالبانو د پراخېدونکو محدودیتونو په اړه بحثونه شوي دي.
د امریکا لخوا د غزې د واک اخیستلو په اړه د ټرمپ وړاندیز او نړیوال غبرګونونه، تاجیکستان کې د افغانستان په اړه غونډه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د هیوادونو استازو په تاجیکستان کې د افغانستان په وضعیت خبرې کړي. دا ډول غونډې د افغانستان په وضعیت څه اغیزې لري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰