د اتصال په خپرونه کې د طالبانو د حکومت په نړیوالو اړیکو مخصوصا د ایران، روسیې او چین سره د اړیکو په نږدي والي تمرکز شوی دی. د پاکستان په ګوادر بندر کې د چین په مرسته د هوایي ډګر په جوړیدو او اقتصادي اغیزو باندې هم خبرې شوي دي.
د جرمونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشرانو د نیولو غوښتنه، په جرمني کې د یو تورن افغان برید ته غبرګونونه په امریکا کې د نوي حکومت اقدامات، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د جنورۍ ۲۴ د نجونو د تعلیم نړیواله ورځ ده او اسلامي نړۍ د نجونو تعلیم یوازې دیني وجیبه نه بلکې مهم ټولنیز ضرورت ګڼلی دی. ولې طالبان ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث شوی.
د نن او وضعیت په خپرونه کې په امریکا کې د نوي حکومت او له افغانستان سره د مرستو پر موضوع بحث شوی دی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰