د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، د ورځې رپوټونه، د افغانستان او نړۍ د مهمو پېښو په هکله د نظر د خاوندانو او مسولینو مرکې، ارزونې او پراخ بحثونه، ستاسې غږ او نور علمي، معلوماتي او اموزشي موضوعات د اشنا تلویزیون په خپرونو کې وګورئ.
د اتصال په خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د کارپوهانو او چارواکو سره څیړل کیږي چې د عامو افغانانو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو خپریږي.
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د افغانستان او نړۍ د اوونۍ د تودو پېښو تحلیل او څیړنه په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې د امریکاغږ د سپوږمکۍ ډیجیټلي شبکو په خپرونو کې وګورئ. دا خپرونه د شنبې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې تاسو ته وړاندې کیږي.
د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته بیاکتنه کیږي او د افغانستان د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کیږي. دا نیم ساعته خپرونه د هرې جمعې په ورځ د ماښام د ۷:۰۰ څخه تر ۷:۳۰ پورې د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لار
"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی.
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو
د ادبي ژانرونو معرفي، تاریخ، تیورۍ او کره کتنه؛ د ادبیاتو په هکله ستاسې پوښتنې او د کوربه ځوابونه، دغه راز، شعرونه او دکلمې، د نومیالي شاعر او ادیب عبدالباري جهاني په کوربه توب، "د ادبیاتو نړۍ" په خپرونه کې.
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰