TV
![](https://gdb.voanews.com/00000000-0000-0000-0000-000000000000_w100_r1.gif)
مختار په کاکتوس+ کې: د داسې نظام دفاع چې د خلکو غږ نه اوري شرعي کار ندی
د کاکتوس+ په خپرونه کې، د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز مشر هاتف مختار د طالبانو پر حکومت د انتقاد په توګه وايي د داسې نظام دفاع چې د خلکو غږ نه اوري شرعي کار ندی.
د کډوالو په اړه د ولسمشر ټرمپ فرمان - ۳۰ دقیقې
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اجرائیوي فرمان کې د متحدو ایالتونو د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرامونه وځنډول، د افغان کډوالو په ځانګړې توګه امریکا ته د راتګ لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو غوښتونکو او نورو کسانو ته اندیښنې پیدا شوې دي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې موضوع سربېره په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه هم بحث شوی.
افغانستان سره د ملي مرستو ځنډېدو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه - حایل
ملګرو ملتونو د افغانانو سره د امریکا د مالي مرستو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې. د حایل په خپرونه کې ددې مسئلې او امریکا ته د کډوالو د تللو د پروګرام د ځنډېدلو په اړه د سیاسي چارو د شنونکي عبدالهادي فرهنګ او د مهاجرت د وکیلې فرشته عباسي سره بحث شوی دی.
پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې - نن او وضعیت
په اسلام آباد کې د کډوالو شورا وایي په دې ښار کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ بیا چټکه شوې ده او پولیسو په تیرو دوو ورځو کې نږدې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي. پاکستاني چارواکي بیا وایي چې یوازې بې اسناده کډوال نیسي. د نن او وضعیت په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.