د اتصال په خپرونه کې، په پاکستان کې میشت نورو هیوادونو ته د تګ په تمه د افغان کډوالو په ننګونو سربیره په افغانستان کې د اقلیم بدلون په اغیزو او اړونده اقداماتو خبرې شوي دي.
د چین په صادراتو د امریکا د ګمرکي تعرفو زیاتېدل او د چین غبرګون، د یوایس ایډ د تړلو په اړه موافقه، افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ نوې پیښې، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
میلیاردر ایلن مسک اعلان کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورسره د یوایس ایډ د تړلو په اړه موافقه کړې ده. دا پرېکړه به پر افغانستان باندې څه اغیزې ولري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰