د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې ۷۳۴ کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري


ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږ هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون له سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو لپاره چمتوالی هم نلري.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږ هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون له سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو لپاره چمتوالی هم نلري.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په داسې حال کې چې افغانانو سره بشري مرستو دوام لپاره د اضافي بودیجې په اړتیا ټینګار کړی ویلي دي چې ختیځو ولایتونو کې سیلاب ځپلو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره ددغې ټولنې د بشري مرستو د همغږۍ اداره او د مرستې رسونې شریکان یې د طالبانو چارواکو سره په همغږۍ بوخته دي.

سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸( چنګاښ ۲۸) نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته وویل:" ...۵۷۳ کورونه ویجاړ شوي او یا ورته زیان رسیدلی دی. زمونږ د بشري چارو همکارانو مونږ ته ویلي چې ۷۳۴ کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري".

د تیرې دوشنبې په ورځ ناوخته جولاۍ ۱۵( چنګاښ ۲۵) د افغانستان په دریو ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سخت اورښت د طوفان وروسته سیلابونو خلکو ته زیات ځاني او مالي زیانونه ورسول.

د ملګرو ملتونو یو راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو او د اورښت په طوفان کې له ۴۰ څخه زیات کسان مړه شوي او د ۳۴۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل چې په دغه طوفان کې په تورخم کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو د هرکلي مرکز کې د اوبو او روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو د تاسیسات له منځه تللي او ددې سربیره ددغه مرکز سره نږدې د ستنیدونکو کډوالو د لنډمهاله اوسیدانې په کمپ کې ۴۰۰ خیمې هم ویجاړې شوي دي.

دوجاریک وویل: "په داسې حال کې چې ارزونې لا روانې دي، زمونږ بشرپاله شریکانو د روغتیا او تغذیه نهه ګرځنده ټیمونه ځای پرځای کړي دي. همداشان زمونږ روغتیايي شریکانو د ننګرهار ولایتي روغتون او د فاطمه زهرا روغتون ته طبي سامان الات هم برابر کړي دي".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وویل چې افغانستان د اقلیم د بدلون د اغیزو پر وړاندې ډیر سخت زیانمنوونکی دی او تراوسه له ۱۴۵ زرو څخه زیات کسان د بارانونو او سیلابونو څخه زیانمن شوي دي.

هغه وویل چې د سیلاب ځپلو او هغو کورنیو څخه د ملاتړ لپاره چې تر شنه اسمان لاندې په ازاده فضا کې د اوسیدانې په موقتي ځایونو کې اوسیږي ملګري ملتونه اضافي بودیجې ته اړتیا لري.

سټیفن دوجاریک وویل چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامو د دوام لپاره د څه باندې درې ملیاردو ډالرو د غوښتل شوې بودیجې تراوسه یوازې شاوخوا ۷۲۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي چې ددغې بودیجې د څلورمې برخې څخه کمه بودیجه ده ترلاسه کړې ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه.

په عین وخت کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یو راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ ۲۸) خپور شوی په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د سیلاب او طوفان ځپلو کورنیو وضعیت وخیم ښودلی دی.

همداشان دغې کمیشنرۍ ویلي چې په ننګرهار کې ۴۰۰ کورنۍ په لغمان کې۲۷۷ کورنۍ او په کونړ کې ۵۰ کورنۍ د وروستیو سیلابونو او طوفان کې زیانمنې شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "هم شریکان [ مرستې رسونې ادارې] او هم مصیب ځپلې کورنۍ په سیلاب ځپلو سیمو کې د انتقالي او اوږدې مودې د پناه ځایونو د پیلولو لپاره لازمې منابع نلري. ترټولو زیاتو ځپل شویو کورنیو ته د خپلو کورونو د بیا رغونې لپاره سمدستي ۲۱.۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده".

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږ هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون له سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو لپاره چمتوالی هم نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG