د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د بدخشان ولایت په سیلابونو کې لس نور کسان مړه شوي


افغانستان کې سیلابونه
افغانستان کې سیلابونه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د بدخشان په ولایت کې په تازه سیلابونو کې د لسو تنو د مړینې خبر ورکړی او ویلي دي چې په وروستیو څو اونیو کې په افغانستان کې په سیلابونو کې تر ۸۰ زرو پورې کسان زیانمن شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۶( جوزا شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغانستان کې نور سیلابونه راغلي چې له امله یې د راپورونو له مخې د بدخشان په ولایت کې لس تنه مړه شوي او کورونه او سړکونو ته هم زیان رسیدلی دی.

ملي تلویریون چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د بدخشان د ولایت د سیمه ییزو چارواکو د راپور له مخې ددغه ولایت د مرکز فیض اباد دښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د مورچک په کلي کې د تیرې شپې مۍ ۲۵( جوزا پنځم) په دغو سیلابونو کې د یوې کورنۍ د لس تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د بدخشان ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ملي تلویزیون ته ویلي چې تراوسه د کوکچې په سیند کې یوازې د یوه تن مړی پیدا شوی او د پاتې نورو د موندلو هڅې روانې دي. ددې دمخهد باختر خبري اژانس چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د فاریاب ولایتي چارواکو د شنبې په ورځ ددغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش کې په سیلابونو کې ۱۵ تنو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

خو په دې خبر کې دا نه دي ویل شوي چې د لولاش په سیمه کې په دې سیلابونوڅو تنه مړه شوي او څو تنه ټپیان شوي دي.

د مۍ روانې میاشتې د لسمې نېټې راهیسې د افغانستان شمال ختیځو، شمال لودیځو او لودیځو ولایتونو کې سختو سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي. په دغو ولایتونو کې ډیر ځاني او مالي زیان د بغلان، تخار، فاریاب او غور ولایتونو کې خلکو ته رسیدلي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیر له مخې د بغلان، بدخشان او تخار په ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې د ۳۴۷ تنو مړینه او د ۱۶۵۱ تنو نور ټپي کیدل ثبت شوي دي.

دمخه د فاریاب ولایتي چارواکو په سیلابونو کې تر ۶۶ تنو د مړینې او د غور ولایتي چارواکو له ۵۰ تنو څخه د زیاتو کسانو د مړینې خبر ورکړی وو.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د افغانستان شمال ختیځ کې په وروستیو سیلابونو کې خلکو ته د اوښتي زیان په اړه یو راپور کې ویلي چې دغې طبیعي پېښې په نامناسب ډول ښځې او ماشومان اغیزمن کړي، ځکه چې د اورښت پر مهال هغوی خپلو کورونو کې وو، په داسې حال کې چې سړیو جوماتونو او نورو عمومي ودانیو ته پناه وړې وه.

په دې راپور کې په بیړني ډول د تروما (ټکان خوړل) په برخه کې روغتیايي خدمتونو، سرپناه، مالي او نغدې مرستې، خوراکي توکي او د حفظ الصحې د اسانتیاو برابرول د سیلاب ځپلو د اساسي اړتیاو په توګه په ګوته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لویدیځ کې د وروستیو سیلابونو څخه په اغیزمن شویو ولایتونو کې وضعیت لا هم بحراني دي او دغو ولایتونو ته په فوري ډول د منابعو د استولو او د سیلاب ځپلو مخ په زیاتیدونکې ډول بشردوستانه او روغتیايي اړتیاو ته ځواب ویلو ته اړتیا لیدل کیږي.

ملګرو ملتونو ددغو سیلابونو د راوتلو یوعلت پر افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله بللی او ویلي دي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره په داسې حال کې چې پر وړاندې یې هیڅ چمتوالی نلري، مخامخ دی.

د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره دې دغه حکومت سره د لنډې او اوږدې مودې د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG