د لاس رسي وړ اتصالات

ختیځو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو ۴۰ تنه مړه او سلګونو نور ټپیان دي


د تیرې دوشنبې د ورځې ناوخته د ننګرهار، کونړاو لغمان ولایتونو یو شمیر ولسوالۍ یو سخت طوفان وځپلې چې له امله یې نږدې ۴۰ تنه ووژل شو او نږدې ۳۵۰ نور ټپیان شو.
د تیرې دوشنبې د ورځې ناوخته د ننګرهار، کونړاو لغمان ولایتونو یو شمیر ولسوالۍ یو سخت طوفان وځپلې چې له امله یې نږدې ۴۰ تنه ووژل شو او نږدې ۳۵۰ نور ټپیان شو.

د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان په دریو ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې په سختو بارانونو، سیلابونو او طوفان کې نږدې ۴۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان بې کوره شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۶(چنګاښ ۲۶) په یو راپور کې ویلي چې د اقلیم د بدلون څخه دغه زیږیدلی ناورین په داسې حال کې پیښ شوی چې افغانان د اوږدو لسیزو راهیسې د ترټولو خراب بشري ناورین څخه کړیږي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې ۱.۳۶ میلیونه وګړي چې ۸۵۸ زره یې ماشومان دي په هغو ولسوالیو کې ژوند کوي چې د طوفان څخه زیانمنې شوې دي.

دغې ادارې ویلي چې ددغو ولایتونو اوسیدونکي د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې سختو بارانونو د اورښت او سیلابونو د راوتلو دوه میاشتې وروسته چې ۳۵۰ تنه په کې مړه شوي وو ددغه تازه ناورین سره مخ شوي دي.

په دې راپور کې د طالبانود سیمه ییزو چارواکو له قوله ویل شوي چې وروستیو سیلابونو لږ تر لږه ۳۵۰ کسان ټپیان کړي او ۴۰۰ کورونو ته یې زیان اړولی او هم د ساري او عفونیت لرونکو ناروغیو د خپریدو زمینه برابره کړې ده.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي ددې له امله چې د ژغورنې عملیات لا روان دي کیدای شي چې دغو شمیرنو کې بدلون راشي.

په دې راپور کې ویل شوي: "همداشان طوفان په تورخم کې د ستنیدونکو افغان کډوالو د هرکلي مرکز ته هم زیان رسولی دی، چې له امله یې د 'سیف د چلډرن' روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو او ماشومانو دوستانه ماحول هم زیانمن شوی دی".

د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the Children) د راپور له مخې د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د پریکړې وروسته د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې ۶۴۹ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې نږدې نیمايي یې ماشومان دي.

دغې ادارې په دې راپور کې سیلابونو او طوفان له امله د مخابراتي شبکو او د سړکونو په ګډون زیربناو ویجاړیدو ته هم اشاره کړې او ویلي چې د سړکونو د ویجاړیدلو له امله زیانمنو کورنیو ته د مرستې رسونې چارې هم اغیزمنې شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ستنیدونکو کډوالو، اقتصادي بې ثباتۍ، خوړو نه خوندیوب، زلزلو، اقلیم بدلون اوپه پرله پسې ډول د نړیوالو مرستو د کمبود د ګڼو بحرانونو سره مخ دی: "د اقلیم د بدلون او لوږې مرګوني ترکیب په افغانستان کې ترټولو زیات زیانمنوونکو ماشومانو باندې اغیزه کوي".

د ماشومانو د ساتنې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس ارشاد ملک ویلي: "افغانستان کې ماشومانو د اوږدو لیسزو کړاونه تحمل کړي او اوس سختو سیلابونو دا هیواد یو ځل بیا د تازه تخریبولو، ویجاړیدو او مرګ سره مخ کړی دی".

ښاغلي ملک زیاته کړې چې ډیر شدید بارانونه او سیلابونه په چټک ډول د اقلیم د بدلون نښه ده چې کورنۍ ورسره د عادت کولو قابلیت نلري او دا بدلون تر ډیره پر ماشومانو باندې چې د ویجاړیدو په برخه کې ډیر کم مسوولیت لري اغیز کوي.

ښاغلي ملک ویلي: "افغانستان له وړاندې د شتو اړتیاو د پوره کولو لپاره چې مخ په زیاتیدونکي ډول د نړیوالې ټولنې د بودیجې د کمښت سره مخ دی مبارزه کوي. د نړیوالې ټولنې څخه په زیات ملاتړ مونږ په ګډه کولای شو چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزو ته په بیړني ډول او د اوږدې مودې لپاره حل لار ولټوو او ټولنو سره د سختو جوي حالاتو د پیښو د اغیزو پر وړاندې په چمتوالي کې مرسته وکړو".

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې دا اداره په ختیځو ولایتونو کې د خپلو پروګرامونو له لارې او هم په اغیزمن شویو سیمو کې د روغتیايي ټیمونو پواسطه روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د بلې خوا د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو او طوفان په اړه په یو راپور کې چې د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۶(چنګاښ ۲۶) یې خپور کړی ویلي چې په دغه طوفان کې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد په ګډون سرخرود، لعلپوره، ګوشته، مهمندره، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسیدلي دي.

د ژغورنې نړیوالې ادارې په دې راپور کې ویلي چې په دغه طبیعي ناورین کې ۳۵ تنه مړه شوي او ۳۵۰ تنه نورټپیان شوي او په زرګونو کسان اساسي خدمتونو ته د لاس رسي پرته پاتې شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې ادارې ویلي چې د سرخرود په ولسوالۍ کې چې د دوشنبې د ورځې ناوخته طوفان کې د نورو سیمو پرتله زیان زیان لیدلی یو ګرځنده روغتیايي ټیم ځای پرځای کړی او په پام کې لري چې د بیړنیو روغتیايي مرستو دوه نور ټیمونه هم د ټپیانو درملنې لپاره په دغه ولسوالۍ کې ځای پرځای کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG