د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او هریس په انتخاباتي مبارزو کې یو بل ته سپکې سپورې ویلي


پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ولسمشر جو بایډن مرستیاله کاملا هریس د کاندیدانو په توګه د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره سیالي کوي.
پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ولسمشر جو بایډن مرستیاله کاملا هریس د کاندیدانو په توګه د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره سیالي کوي.

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو کې پداسې حال کې جوش او خروش پیدا شوی چې د دیموکرات ګوند مخکني کاندید، جمهور رئیس جو بایډن له کاندیدۍ تیر شوی او د هغه پر ځای نومول شوې کاندیدې، کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ یو بل ته سپکې سپورې ویلي دي.

ښاغلي ټرمپ سه شنبه جولای ۲۳ ( زمري دویمه) پخپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشیل کې په میرمن هریس بریدونه کړي، په "درواغ ویلو"یې تورنه کړې او دا یې هم ویلي چې "درواغجنه، کاملا هریس چې هر څه لمسوي، تباه کوي یي."

ټرمپ همدارنګه د دیموکرات ګوند په کاندیدې دا تور لګولی چې د جمهور رئیس جو بایډن روغتیایي وضعیت په پټولو کې یې مرسته کړیده.

مخکني جمهور رئیس لیکلي، "دیموکراتانو د بې ایمانه جو بایډن په هکله ولس ته درواغ ویلي او ګمراه کړي یې دي."

ټرمپ همدرانګه ویلي چې د دیموکراتانو همدې کړنو له کبله جمهوري غوښتونکي ګوند یو داسې مخالف پر ضد ډیرې پیسې او وخت ولګاوه چې نور په انتخاباتو کې سیال ندی.

ښاغلي بایډن د تیرې یکشنبې په ورځ ناڅاپه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له کاندیدۍ تیر شو او د خپلې اوسنۍ مرستیالې، کاملا هریس سره یې بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

هریس د خپل ګوند د ۴۰۰۰ استازو له ډلې څخه باید د ۱۹۷۶ استازو ملاتړ خپل کړي چې په رسمي ډول په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نومانده شي.

سي ان ان او نورو رسنیو راپور ورکړی دی چې کاملا هریس په دیموکرات ګوند کې تر ټاکلې او اړتیا وړ اندازې ډېر ملاتړ خپل کړی دی.

بله میاشت د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون دی چې خپل نومانده یا نوماند رسمي اعلان کړي.

میرمن هریس چې د جمهور رئیس جو بایډن د مرستیالې په توګه تر ټاکل کیدو وړاندې سناتوره او د کالفورنیا ایالت لویه څارنواله وه، د سه شنبې په ورځ یې په یوې انتخاباتې غونډې کې وویل چې د ټرمپ په شان کسان پیژني.

د دیموکرات ګوند کاندیدې پخپلو خبرو کې وویل چې د څارنوالې په توګه یې د هر ډول جنایت کوونکو پر ضد اقدام کړی.

هغې زیاته کړه، "داړه ماران چې د میرمنو سره ناوړه چلند کوي، ټګان چې مصرفوونکي لوټي، دوکه کوونکي چې د خپلې ګټې لپاره قانون ماتوي. ما واورئ. زه د ډونالډ ټرمپ په شان کسان پیژنم."

بایډن د یکشنبې په ورځ له انتخاباتي سیالیو څخه د وتلو سره سم په ټاکنو کې د نوماندې په توګه د خپلې مرستیالې کاملا هریس ملاتړ اعلان کړ. له دغه اعلان وروسته د دیموکرات ګوند یو شمېر قانون جوړوونکو، والیانو، مالي ملاتړو او نورو د هریس ملا وتړله.

کاملا هریس ۵۹ کلنه ده، هغې تېره ورځ وویل چې له انتخاباتي سیالیو څخه د بایډن له وتلو وروسته به هڅه وکړي چې د دموکرات ګوند نومانده شي. هریس د جمهوري ریاست له مرستیالۍ مخکې په ۲۰۲۰ کې د امریکا په سنا کې د کالیفورنیا استازې وه.

سره لدې چې اندیښنه وه د کاندیدۍ څخه د بایډن تر لیرې کیدو وروسته ښایي د دې مقام لپاره د دیموکراتانو تر منځ د سیالۍ پر سر درز پیدا شي او توده سیالي به کیږي، خو نوموتو دیموکرات والیانو چې ډیر امکان یې و ځانونه کاندید کړي، په سمدستي توګه یې د هریس څخه ملاتړ وښود.

د استازو مجلس مخکنۍ غړې نانسي پلوسي چې لا هم د دیموکرات ګوند کې ډیر نفوذ لري د کاندیدې په توګه یې میرمن هریس منظوره کړې. د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر او د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند مشر حکیم جیفریز هم د سه شنبې په ورځ د میرمن هریس د کاندید کیدو ملاتړ وښود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG