د لاس رسي وړ اتصالات

په ډونالډ ټرمپ برید؛ د امریکا د مخفي خدمت ادارې مشرې استعفا وکړه


د امریکا د مخفي خدمت ادارې مشرې په ټرمپ د برید له کبله استعفا وکړه
د امریکا د مخفي خدمت ادارې مشرې په ټرمپ د برید له کبله استعفا وکړه

د متحدو ایالتونو د مخفي خدمت ادارې مشرې کیمبرلي چیتل د سه شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري دویمه) له خپلې دندې څخه استعفا وکړه. دې تېره ورځ ومنله چې اداره یې په ډونالډ ټرمپ باندې د برید په مخنيوي کې پاتې راغلې وه.

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو، جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو، له دغه برید څخه وروسته د چیتل د استعفا غوښتنه کړې وه.

د جولای په ۱۳ نېټه یو ۲۰ کلن ځوان د پنسلوانیا په ایالت کې په یوې انتخاباتي غونډې کې په ټرمپ باندې برید وکړ او هغه په غوږ ټپي شو.

د استازو خونې مشر مایک جانسن خبریالانو ته وویل خوشحال دی چې چیتل د کانګرس د غړو غوښتنه ومنله او باید یې «یوه اوونۍ مخکې استعفا کړې» وای.

د امریکا د مخفي خدمت د ادارې مشره تېره ورځ د متحده ایالاتو د استازو مجلس د څار کمیټې استماعیه غونډې ته بلل شوې وه او د دغه برید په اړه وپوښتل شوه.

هغې په دغې غونډې کې ومنله چې په ټرمپ باندې برید د هغې د ادارې «مهمه عملیاتي ناکامي» وه او«زه په امنیتي چارو کې د خپلې ادارې هر ډول غفلت مسؤلیت» پوره منم.

په امریکا کې امنیتي مقامات وايي چې په ډونالډ ټرمپ باندې د برید په اړه تحقیقات رواني او لا یې انګیزه معلومه نه ده.

چیتل دا خبره هم وکړه چې په خپلې ادارې کې یې دننه هم د دغه برید په مخنیوي کې د ناکامۍ په اړه پلټنې کیږي، خو ویې ویل چې نتیجه به یې تر ۵۰ ورځو پورې معلومه نه شي.

استازو تېره ورځ د متحدو ایالتون د مخفي خدمت د ادارې له مشرې په وار وار غوښتنه وکړه چې استعفا وکړي، خو هغې وویل چې د دغه برید له کبله به له خپل مقام څخه استعفا ونه کړي.

کیمبرلي چیتل د دغې ادارې تر مشرۍ مخکې ۲۷ کاله د دغې ادارې ایجنټه وه او نن یې استعفا وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG