د لاس رسي وړ اتصالات

کیمبرلي چیتل: په ټرمپ برید ‘ مهمه عملیاتي ناکامي‘ وه


د متحده ایالاتو د سري خدمت ادارې مشرې ومنله چې په مخکني جمهور رئیس او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ باندې برید په دې تیرو څو لسیزو کې "تر ټولو مهمه عملیاتي ناکامي" ده خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې له خپلې دندې به لاس په سر نه شي.

کیمبرلي چیتل، دا څرګندونې دوشنبه جولای ۲۲ ( زمري لومړۍ) د متحده ایالاتو کانګرس د استازو مجلس د څار کمیټې په استماعیه غونډې کې د پنسلوانیا په ایالت کې په ټرمپ باندې د برید څخه نهه ورځې وروسته وکړې.

تر میرمن کیمبرلي وړاندې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الیهاندو مایورکاس هم په ټرمپ باندې برید په امنیتي چارو کې "ناکامي" بللې وه او تر څنګ یې دا ژمنه هم کړې وه چې د دې برید په هکله به په خپلواکه توګه پلټنې وشي چې معلومه شي ولې او څنګه وشو.

د سري خدمت ادارې مشر د استازو مجلس په غونډې کې په ډونالډ ټرمپ باندې برید ته په اشارې سره وویل، "مونږ ناکام شوو. زه د خپلې ادارې لخوا په امنیتي چارو کې د هر ډول غفلت بشپړ مسؤلیت اخلم".

د مسؤلیت اخیستو تر څنګ د متحده ایالاتو دې جګپوړې امنیتي چارواکې همدارنګه په غونډې کې ژمنه وکړه چې "ځمکه او آسمان به وخوځوم تر څو ډاډ ورکړم چې د جولای ۱۳مې نیټې په شان پیښه بیا ونشي".

په ټرمپ باندې برید یو ۲۰ کلن هلک د پنسلوانیا په ایالت کې په داسې حال کې وکړ چې د جمهوري غوښتونکي ګوند دې کاندید په یوې انتخاباتي غونډې کې خپلو پلویانو ته وینا کوله. په برید کې ټرمپ په غوږ ټپي شو او یو بل تن پکې ووژل شو.

تر اوسه چارواکو د برید انګیزه نده څرګنده کړې.

میرمن چیتل دا هم وویل چې دننه په دې ادارې کې د برید په تړاو د ناکامۍ په هکله پلټنې کیږي خو زیاته یې کړه چې تر ۵۰ ورځو پورې به د پلټنو نتیجه نشي معلومه او د پلټنو په هکله یې د استازو مجلس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ونه ویل.

د سري خدمت ادارې مشرې وروسته تر هغه په غونډې کې جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان په قهر کړل چې په ډونالډ ټرمپ باندې د برید له کبله یې له خپلې دندې استعفا کولو څخه انکار وکړ.

د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غړي مایک ټرنر پدې غونډې کې وویل، "که ډونالډ ټرمپ وژل شوی و، مسؤلیت یې پر تا راته، نه یوازې دا چې ته باید استعفا وکړې، خو که ته یې نه منې، جمهور رئیس جو بایډن دې باید ګوښه کړي". د څار په کمیټې کې جګپوړي دیموکرات جیمي راسکین هم له میرمن چیتل وغوښتل چې دنده پریږدي.

ښاغلي راسیکن په غونډې کې وویل، "فکر کوم رئیسې ( د سري خدماتو مشرې) د کانګرس باور په ډیر مهم او نازک حالت کې له لاس ورکړی. مونږ باید ډیر ژر لدې ور ها خوا وخوځیږو".

د دې ټولو سره سره، د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر په ټرمپ باندې د برید څخه یوه ورځ وروسته امریکایي مطبوعاتو سره په مرکې کې وویل چې د سري خدمت په ادارې او د دې ادارې په مشرې باندې "سل فیصده" ډاډ لري.

په عین حال کې د فدرالي تحقیقاتو یا ایف بي ای ادارې مشر چې دوي هم د دې برید په هکله پلټنې کوي، ټاکل شوې چې د همدې راتلونکې چارشنبې په ورځ د استازو مجلس قضایه کمیټې غړیو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG