د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په لومړي ځل د خپل مرستیال سره یوځای انتخاباتي غونډه وکړه


ډونالډ ټرمپ د خپل نوي ټاکل شوي مرستیال، جیمز ډیوډ ونس سره
ډونالډ ټرمپ د خپل نوي ټاکل شوي مرستیال، جیمز ډیوډ ونس سره

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ شنبه جولای ۲۰ (چنګاښ ۳۰) د تیرې اوونۍ برید څخه وروسته چې هغه په غوږ ټپي شوی و، د لومړي ځل لپاره یې انتخاباتي غونډه وکړله.

ټرمپ د خپل نوي ټاکل شوي مرستیال، جیمز ډیوډ ونس سره د مشیګن په ایالت کې په یوې غونډې کې برخه واخیسته.

ښاغلي ټرمپ په غونډې کې خپلو پلویانو ته د پنسلوانیا په ایالت کې د جولای ۱۳ مې نیټې برید یادونه وکړله او زیاته یې کړه چې "یوازې د خدای رحم و چې نن زه ستاسو مخکې ولاړ یم. زه به ښایي نن دلته نه وی".

په ډونالډ ټرمپ باندې تیره اوونۍ پداسې حال کې ډزې وشوې چې د پنسلوانیا په ایالت کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله. هغه په غوږ ټپي شو او د سري خدمت ادارې تر برید وروسته د ښاغلي ټرمپ لپاره امنیتي تدابیر ډیر کړل.

په برید کې یو تن ووژل شول او دوه نور ټپي شول.

د ټرمپ سره د شنبې ورځې په انتخاباتي غونډې کې ښاغلي وانس هم ګډون کړی و. دا د مرستیال په توګه تر ټاکل کیدو وروسته لومړی ځل و چې ښاغلي وانس د ډونالډ ټرمپ سره په غونډې کې ګډون کړی و.

مشیګن یو له هغو ایالتونو څخه دی چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر د جمهوري ریاست انتخاباتو برخلیک ټاکلو کې مهم نقش لري. ټرمپ دا ایالت تیر ځل د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ۱۰ زرو رایو په توپیر ګټلی و خو په ۲۰۲۰ کال کې بیا جمهور رئیس جو بایډن د ۱۵۴ زرو رایو په توپیر وګاټه او ټرمپ ته یې ماتې ورکړله.

سره لدې چې ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ د وسکانسن ایالت د ملواکي په ښار کې د جمهوري غوښتونکو په ملي ګوندي غونډې یا کنوانیسیون کې احساساتي او نرم ښکاریده خو د شنبې ورځې په غونډې کې یې یو ځل بیا خپل دیموکراتیک سیالان وغندل، د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو په هکله یې خپل درواغ تکرار کړل او ټوکې یې وکړلې.

د ښاغلي ټرمپ د غونډې پر مهال د ښار تقریباً په هرې کوڅې کې د پولیسو افسران ولاړ و او نورو پولیسو په آسونو او باسکیلونو ګزمې کولې. دا ځل غونډه په تالار کې نیول شوې وه او د امنیت ساتلو لپاره د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه هم کار اخیستل کیده.

د ریني وایټ په نامه یوه میرمن چې په وینا یې د ډونالډ ټرمپ ۳۳ انتخاباتي غونډو ته تللې وایي چې دومره امنیتي تدابیر یې په هیڅ غونډې کې نه و لیدلي.

میرمن وایټ د پنسلوانیا په ایالت کې هم غونډې کې د ښاغلي ټرمپ شاته ناسته وه چې ډزې پکې وشوې او ټرمپ په غوږ ولګید.

سره لدې چې ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د جمهور رئیس کیدو وروسته به غیر قانوني کډوال په ډله ایزه توګه وشړي او هم یې د سیاسي دښمنانو څخه د غچ اخیستو خبره کړې خو د شنبې ورځې په غونډې کې یې د هغو هڅو په خلاف خبرې وکړلې چې دی دیموکراسۍ ته ګواښ او سخت دریځ وښودل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG