د لاس رسي وړ اتصالات

شمېرې ښيي هریس په ټاکنو کې د دیموکراتانو له لوري د نوماندې کېدو لپاره کافي ملاتړ لري


کاملا هریس وایي هڅه کوي چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د دموکرات ګوند نومانده شي
کاملا هریس وایي هڅه کوي چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د دموکرات ګوند نومانده شي

امریکایي رسنۍ وايي چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس په خپل ګوند کې کافي ملاتړ لري چې د ۲۰۲۴ د جمهوري ریاست په ټاکنو کې نومانده شي.

هریس د خپل ګوند د ۴۰۰۰ استازو له ډلې څخه باید د ۱۹۷۶ استازو ملاتړ خپل کړي چې په رسمي ډول په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نومانده شي.

سي ان ان او نورو رسنیو راپور ورکړی دی چې کاملا هریس په دیموکرات ګوند کې تر ټاکلې او اړتیا وړ اندازې ډېر ملاتړ خپل کړی دی.

بله میاشت د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون دی چې خپل نومانده یا نوماند رسمي اعلان کړي.

له انتخاباتي سیالیو څخه د جوبایډن تر وتلو مخکې هم د دیموکرات ګوند مشرانو ویلي وو چې د ګوند تر ملي کنوانسیون وړاندې به د نوماند د ټاکلو لپاره مجازي انتخابات کوي.

له انتخاباتي سیالیو څخه د جوبایډن د وتلو له اعلان څخه وروسته، کاملا هریس په څو ساعتونو کې د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره ۸۰ ملییون ډالر ټول کړل.

د سي ان ان د راپور په اساس، له هغه وروسته چې دموکرات قانون جوړوونکو، والیانو، کارګرو ډلو، مالي ملاتړو او ځینو نورو اغیزناکو شخصیتونو د هریس ملا وتړله، هغې د نوماندۍ لپاره تر ټاکل شوي نصاب هم زیات ملاتړ ترلاسه کړ.

هریس د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د نوماند کېدو لپاره په دیموکرات ګوند کې د کافي ملاتړ د لرلو کبله «ویاړي».

دا ډول حمایت به په ټاکنو کې د هریس کاندید کېدل تضمین کړي.

که کاملا هریس د خپل ګوند رسمي نومانده شي، دا به دویم ځل وي چې ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست په انتخاباتي سیالیو کې له یوې کاندیدې سره مخامخ کېږي. ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند له بلې کاندیدې هیلري کلنټن سره سیالي وکړه او انتخابات یې وګټل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له انتخاباتي سیالیو څخه وځي او په ټاکنو کې د نوماندې په توګه د خپلې مرستیالې کاملا هریس کلکه ننګه کوي. له دغه اعلان وروسته د دیموکرات ګوند یو شمېر قانون جوړوونکو، والیانو، مالي ملاتړو او نورو د هریس ملا وتړله.

کاملا هریس ۵۹ کلنه ده، هغې تېره ورځ وویل چې له انتخاباتي سیالیو څخه د بایډن له وتلو وروسته به هڅه وکړي چې د دموکرات ګوند نومانده شي. هریس د جمهوري ریاست له مرستیالۍ مخکې په ۲۰۲۰ کې د امریکا په سنا کې د کالیفورنیا استازې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې نظر پوښتني ښکاره کوي کاملا هریس تر ډونالډ ټرمپ لږ زیات محبوبیت لري او ځینې نورې نظر پوښتنې بیا وایي چې هریس د بایډن په پرتله د ټرمپ په مقابل کې لږه غوره او تر ټرمپ مخکې ده.

کاملا هریس وویل: «د دیموکرات ګوند او خپل ملت د یوالي او ډونالډ ټرمپ ته د ماتې ورکولو لپاره هر څه چې په وس کې لرم، وبه یې کړم. موږ تر ټاکنو پورې ۱۰۷ ورځې لرو. د یو بل تر څنګ به مبارزه وکړو او یو ځای به بریالي شو.»

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په یو اعلان کې ویل شوي دي چې کاملا هریس خبره وه چې جو بایډن په فزیکي او ذهني لحاظ کمزوری و او «هغې دا پټول... هغه پوهېدله چې جوبایډن دا دنده مخې ته نه شي» وړلای.

هریس د دوشنبې په ورځ وویل چې په ویاړ سره د ډونالډ ټرمپ په مقابل کې په انتخاباتي سیالۍ کې درېږي. هغې وویل: «ټرمپ غواړي چې زموږ هېواد شاته بوځي، هغه وخت ته چې زموږ ډېرو امریکایانو بشپړه ازادي او حقوق نه لرل. خو موږ په داسې یوې روښانه راتلونکې باور لرو چې د ټولو امریکایانو لپاره په کې ځای وي.»

ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د جمهوریت غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې په ټاکنو کې په رسمي ډول د خپل ګوند نوماند شو او نوماندي یې ومنله.

د دغه راپور معلومات د سي ان ان، اسوشیتډپرس او رویټرز څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG