د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ له نوماندۍ د بایډن تېرېدو د امریکا د کانګرس غړي حیران کړي


د امریکا د سنا د اکثریت مشر چک شومر (ښۍ) او د استازو جرګې پخوانۍ رئیسه نانسي پلوسي (عکس: ارشیف)
د امریکا د سنا د اکثریت مشر چک شومر (ښۍ) او د استازو جرګې پخوانۍ رئیسه نانسي پلوسي (عکس: ارشیف)

د متحده ایالاتو د کانګرس یو شمیر غړي وایي د جمهور رئیس او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن پدې پریکړې حیران شویدي چې د یکشنبې په ورځ یې ناڅاپه د کاندیدۍ څخه د لاس اخیستو اعلان وکړ او د خپلې مرستیالې کاملا هریس څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

د کانګرس دیموکراتو غړو د هغه دا پرېکړه ستایلې خو جمهوري غوښتونکو غړو ورباندې نیوکه کړې او د هغه استعفا یې غوښتې.

بایډن خپله دا پرېکړه د یکشنبې په ماسپښین وروسته له هغه اعلان کړه چې د جون په میاشت کې، د امریکا د پخواني ولسمشر او د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ د ټاکنو د جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ سره په یوې ټاکنیزې مناظرې کې د کمزورې کارکردګۍ ښودلو وروسته، له بایډن څخه حتی د خپل ګوند دننه داسې غوښتنې زیاتې شوې وې چې له نوماندۍ تیر شي.

د سنا د اکثریت مشر چک شومر د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې بایډن یو "ریښتینی هېوادپال او ستر امریکايي" یاد کړی دی.

شومر ویلي: "جو بایډن نه یوازې یو ستر ولسمشر او اجرائیوي قوې مشر دی، بلکې هغه په رښتیا یو په زړه پورې انسان دی. د هغه دا پریکړه یقینا اسانه نه وه، مګر هغه یوځل بیا خپل هیواد، ګوند او زموږ راتلونکي ته لومړیتوب ورکړ. هغه نن وښودله چې یو ریښتینی هېوادپال او ستر امریکايي دی."

د راپورونو له مخې، شومر، د استازو جرګې د پخوانۍ رئیسې نانسي پلوسي سره یو ځای د پردې تر شا هلې ځلې کولې ترڅو بایډن دې پرېکړې ته وهڅوي، ددې لپاره چې د رایو ډیری احصائیو وښودله چې بایډن په ډیرو کلیدي ایالتونو کې شاته پاتې دی.

په دې وروستیو ورځو کې، دیموکرات سناتوران چې په اوهایو، مونټانا او لویدیځه ویرجینیا کې پر خپلو څوکیو د پاتې کېدو لپاره له سختو انتخاباتي کمپاینونو سره مخامخ دي، پر ولسمشر غږ وکړ چې که له خپلې نوماندۍ تېر نشي نو د هغوی د بري چانس به کم کړي.

پلوسي د یکشنبې په ورخ په یو بیان کې ویلي: "ولسمشر جو بایډن یو وطن‌پال امریکایی دی چې تل یې زموږ هیواد ته لومړیتوب ورکړی دی. د هغه لیدلوری، ارزښتونه او مشرتابه هغه د د امریکا د تاریخ په خورا موثرو ولسمشرانو کې راولي."

د کانګرس "د پرمختتیا غوښتونکو" ډلې مشرې پرامیلا جیپال په یو بیان کې ویلي چې بایډن "زما په ژوند کې د کورني او اقتصادي پالیسۍ ترټولو پرمختللی او اغیزمن ولسمشر دی."

جیاپال د راتلونکو ټاکنو د اهمیت په اړه لیکلي: "په داسې وخت کې چې ډونالډ ټرمپ او جمهوري غوښتونکو ښځو ته د زیږولو د انتخاب ازادي سلب کړې، موږ به یې ولسمشرۍ ته د یوې میرمنې په کاندیدولو ځواب ووایو."

جمهوري غوښتونکو وکیلانو د بایډن په رواني او فزیکي روغتیا باندې خپلو نیوکو ته دوام ورکړی او ویلي یې دي چې د هغه دې پریکړې د رای ورکونکو اراده باطله کړي ده.

د استازو د جرګې رئیس مایک جانسن په یو بیان کې ویلي: "د امریکا د تاریخ پدې بې ساري پړاو کې، موږ باید دا واضح کړو چې څه پیښ شول. دیموکرات ګوند له ټاکنو یوازې ۱۰۰ ورځې وړاندې دیموکرات نوماند له نوماندۍ لیرې کړ."

جانسن زیاته کړې: "د ۱۴ میلیونو څخه د زیاتو امریکایانو د رایو په باطلولو سره، چې جو بایډن یې د ولسمشر لپاره د دیموکرات نوماند په توګه غوره کړی، دغه په اصطلاح 'د دیموکراسۍ ګوند" ځان برعکس ثابت کړ. د ګوند راتلونکی د مرستیالې ولسمشرې کاملا هریس [له نوماندۍ سره] ښه نه بریښي، ځکه چې هغه د بایډن د ادارې د پالیسیو په ویجاړوونکو ناکامیو کې شریکه ده."

د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو د مشرتابه غړی ایلیس سټیفنیک لا یو ګام وړاندې تللی.

هغه د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: "که جو بایډن ټاکنو ته نشي درېدلی، هغه د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د کار کولو جوګه هم نه دی. هغه باید سمدستي استعفا وکړي. دیموکرات ګوند د بایډن په اړه ددغه حقیقت د پټولو د فاسدو هڅو له کبله د زوال په حال کې دی."

د پرمختګ او بدلون د کمیټې یو بنسټ ایښودونکی اډم ګرین چې د بایډن او هریس د ټاکنیزو مبارزو سره یې نږدې کار کړی، د امریکا غږ د ګرجستان څانګې ته وویل چې دا څرګنده نده چې د دیموکراتانو ملي کمیټه به، چې د ګوند د ملي کنګرې مسئولیت لري، د نوماند د نومونې رسمي پروسه تعقیب کړي.

هغه وویل: "شاید داسې رسمي بهیر رامنځته شي او یا هم ونشي، چې نور [کانديدان] پکې ځانونه کاندید کړي. زما وړاندوینه دا ده چې نور هیڅوک به ځان کاندید نکړي، ځکه چې ډیری خلک دا وخت غواړي چې متحد شي او د مرستیالې ولسمشرې کاملا هریس ترشا په متحد ډول ودریږي."

د ډیری دیموکراتانو لپاره، یکشنبه د بایډن د اوږده عامه خدمت د یادولو ورځ وه. بایډن له ۱۹۷۳ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د متحده ایالاتو د سنا غړی او بیا له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د ولسمشر بارک اوباما د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

اوباما په یو بیان کې ویلي: "جو هېڅکله له مبارزې څخه نه دی ترشا شوی. د هغه لپاره سیاسي وضعیت ته په کتو، د نوماندۍ مشال یو نوي نوماند ته د وسپارلو پرېکړه یقینا د هغه په ژوند کې ترټولو سخت کار و. خو زه په یقین سره وایم چې هغه باوري و چې دا کار یې د امریکا په ګټه دی او ځکه یې دا پرېکړه وکړه."

د مشرانو جرګې د استخباراتو کمیټې رئیس مارک وارنر چې د بایډن د کمپاین په اړه یې شک او تردید څرګند کړی و خو له هغه څخه یې له نوماندۍ د تیرېدو غوښتنه نه وه کړې، په یو بیان کې ویلي: "ملت د جو بایډن د اخلاص پوروړی دی چې په ۲۰۲۰ کې یې په سختو شرایطو کې هرڅه شاته پرېښودل او د ولسمشرۍ مسئولیت یې قبول کړ. هغه د پخوانۍ ادارې له څلورو کړکېچنو کلونو وروسته زموږ د ملت لپاره د وړاندې تګ د روښانه لارې نقشه جوړه کړه."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG