د لاس رسي وړ اتصالات

ولې بایډن او ټرمپ د جمهوري ریاست لومړنۍ انتخاباتي مناظري کې د افغانستان ډیره یادونه ونکړله؟


امریکا کې تیره ورځ برحال جمهور رئیس جو بایډن او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پداسې حال کې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو په لومړۍ مناظرې کې برخه واخیسته چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو، د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو وتو او جمهوري نظام ړنګیدو دریم کال ته نږدې دوه میاشتې پاتې دي.

مخکنی جمهور رئیس ټرمپ د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ګډوډۍ ملامتي د بایډن په حکومت اچوي او ټینګار یې دا دی چې دې ادارې چارې په سمه توګه سمبالې نکړې خو د جو بایډن حکومت پخپلې دفاع کې وایي چې د سرتیرو د ایستلو پریکړه د دوحې په تړون کې شوې وه چې د ټرمپ حکومت د طالبانو سره په قطر کې لاسلیک کړ.

د پنجشنبې ورځې په مناظرې کې هم بایډن د خپلې ادارې له کړنو دفاع وکړله خو ټرمپ بیا پدې بهیر کې د بې نظیمو لپاره د جمهور رئیس بایډن اداره ملامته وبلله.

خو څه چې یو شمیر یې حیران کړي دا دي چې نه بایډن او نه ټرمپ پدې مناظرې کې په افغانستان کې د روان بشري او میرمنو د حقونو ناورین یادونه ونکړله چې د طالبانو په واکمنۍ کې پیدا شوی.

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن په څیړنیز مرکز کې د جنوبي آسیا د چارو مبصر مایکل کوګلمن وایي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان په متحده ایالاتو کې د عامه او پالیسۍ له بحثونو لویدلی.

په عین حال کې د بشري حقونو څار ادارې کې د میرمنو د حقونود څانګې مشره هیدر بار پدې حیرانه ده چې ولې بایډن او ټرمپ په مناظرې کې په افغانستان کې د نجونو او میرمنو حقونو په هکله څه ونه ویل.

میرمن هیدر بار امریکا غږ ته ویلي چې باید په مناظرې کې په ځانګړې توګه له دواړو پوښتل شوي وی چې په "نړۍ کې د میرمنو لپاره تر ټولو جدي ناورین په ایجادولو کې دې دواړو څومره لاس درلود؟"

د بشري حقونو د څار د بنسټ دې جګپوړې چارواکې وویل چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ او پدې خبرو اترو کې هیڅ افغان میرمنې برخه نه درلوده او نه هم په اجنډا کې د میرمنو او نجونو حقونو ته ځای ورکړل شوی و.

میرمن بار زیاته کړه چې د بایډن اداره د دوحې درییمې غونډې ته خپل دیپلوماتان پداسې حال کې استوي چې بیا هم هیڅ افغانه میرمن پکې نشته او نه یې په حقونو خبرې کیږي.

یو بل امریکایي کارپوه جان فورټیر چې د امریکین انټرپرایز انسټیټیوټ کې د افغانستان چارو په هکله معلومات لري، وایي چې امریکایي ادارې او د بهرنۍ پالیسۍ کارپوهان د افغانستان په هکله اندیښنه لري خو د یوې سیاسي موضوع په توګه په امریکا کې د افغانستان په باره کې هغه شان نظر نور نشته لکه د ۲۰۰۱ کال سپټمبر میاشتې ۱۱ مې نیټې وروسته چې و.


ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې ورځې په مناظرې کې د کابل په هوایي ډګر کې د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې یو ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي ځواکونو وژل کیدو ملامتي په جو بایډن واچوله او هغه یې مسؤل وباله.

ښاغلي ټرمپ په مناظرې کې وویل، "زمونږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو رسواکوونکې شیبې په خاطر هیڅ جنرال له دندې لیرې نشو. افغانستان کې مونږ په میلیاردو ډالرو وسایل پریښودل، ۱۳ ښکلي سرتیري مو له لاسه ورکړل او امریکایي اتباع مو هم هلته پریښودل".

مخکني جمهور رئیس پخپلو خبرو کې همدارنګه وویل، "زه له افغانستان څخه وتلم خو مونږ په وقار وتلو، په قوت او زور. هغه ( جو بایډن) ووت. دا زمونږ په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شیبه وه".

خو جو بایډن د تیر په څیر د افغانستان څخه د خپلې ادارې د وتلو د تګلارې دفاع وکړله او زیاته یې کړه چې د تخلیې په بهیر کې یې تر ۱۰۰ زرو ډیر امریکایي اتباع او نور له افغانستان څخه وایستل.

ښاغلي بایډن د ټرمپ په څرګندونو انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې "ما پخپل ټول عمر کې دومره ډیر بکواس نه و اوریدلی".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG