د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو په اروپا کې پخپلو پوځي اډو کې د تیارسۍ کچه لوړه کړې


عکس -ارشیف
عکس -ارشیف

ګڼ شمیر امریکایي مطبوعاتو یکشنبه جون ۳۰ ( چنګاښ ۱۰) راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو پوځ په اروپا کې په پوځي اډو کې امنیتي تدابیر سخت کړي او د تیارسۍ کچه یې لوړه کړیده.

د سي ان ان او اې بي سي تلویزونونو پرته لدې چې نور جزیات ورکړي د څو امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې ندي یاد شوي، ویلي چې په ټولې اروپا کې د متحده ایالاتو په پوځي اډو کې د تیارسۍ کچه "چارلي" ته پورته شوې.

د امریکا د اردو ویب سایټ له مخې دې کچې ته د تیارسۍ پورته کیدل پدې معنی چې یا یوه پیښه شوې او یا دا چې داسې استخباراتي معلومات تر لاسه شوي چې په تاسیساتو یا پرسونل باندې د یو ډول ترهګریزو کړنو احتمال شته دی.

دا د متحده ایالاتو په پوځي نظام کې د تیارسۍ دریمه کچه ده او که چیرته دا کچه "ډلټا" ته پورته شي پدې معنی چې یا ترهګریز برید شوی او یا ژر کیدونکی دی.

سره لدې چې د اروپا لپاره د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ د فرانس پرس خبري اژانس ته د دې تیارسۍ حالت تائید کړی ندی، خو دومره یې ویلي چې "مونږ مواظب یو".

په عین حال کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې د څو عواملو له کبله چې په اروپا کې د متحده ایالاتو پوځیانو او هغوي کورنیو امنیت او خوندیتوب باندې ممکن اغیز وکړي، په اروپا کې د متحده ایالاتو پوځي قوماندانۍ د اوړي په میاشتو کې خپلې هڅې دوه چنده ډیرې کړي.

دفاع وزارت پدې هکله څه ندي ویلي چې په اروپا کې پوځي قوماندانۍ دا پریکړه د کومو عواملو له مخې کړې او د احتمالي بریدونو یا ګواښونو په هکله یې هم څه ندي ویلي خو د تیارسۍ دا پریکړه داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم په جرمني کې له امریکایي اتباعو غوښتۍ چې د ترهګرۍ له کبله دې د لا ډیر احتیاط څخه کار واخلي.

د اروپا لپاره د امریکا د پوځ قوماندانۍ هم په جرمني کې ده.

سره لدې چې نه د امریکا پوځ او نه هم د بهرنیو او دفاع وزارتونو د کوم ځانګړي ګواښ یادونه کړې خو په اروپایي هیوادونو کې امنیتي تدابیر وروسته تر هغه سخت شول چې د همدې روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د روسیې په پلازمینې مسکو کې د موسیقۍ یو تالار باندې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه ووژل شول.

په فرانسې کې امنیتي تدابیر پدې خاطر ډیر شوي چې ټاکل شوې پدې هیواد کې د المپیک نړیوالې لوبې وشي او په جرمني کې بیا د فوټبال نړیوالې سیالۍ روانې دي چې له همدې کبله هم امنیتي تدابیر سخت شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG