د پاکستان پوځ وايي وسله والو په بلوچستان ایالت کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، او په نښته کې دوه پوځیان او پنځه بریدکوونکي وژل شوي دي.
پاکستان د سه شنبې په ورځ داسې قانون تصویب کړ چې په انلاین ډول د ناسمو معلوماتو خپرول جرم بولي او د درې کاله قید سزا ورکوي. ژورنالستان وايي، له دې قانون څخه د حکومت موخه د سیاسي مخالفینو ځپل دي.
له تاجیکستان څخه په تیره میاشت کې د لسګونو افغانان خپل هېواد ته له لیږل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواد څخه غوښتي چې د افغان کډوالو شړل پای ته ورسوي.
په هند کې د څو پیړیو زوړ بابري جومات د ویجاړوونکو په پارولو تورنې مذهبي مشرې ته ددغه هېواد درېمه ترټولو ستره دولتي جایزه اعلان شوې ده. منتقدینو په دې کار نیوکه کړې ده.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکي وایي چې د تیلو د یو ټانکر د چاودنې له کبله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او له ۲۰ زیات ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې د افغان محصلینو لپاره د لوړه زده کړو د زرګونو بورسونو له اعلان وروسته یو شمېر افغان محصلانې وايي چې دا د دوی لپاره یو ښه فرصت دی او باید ترې استفاده وکړي.
په غزې کې د حماس او اسلامي جهاد ډلو د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغه اومه) د «غزې تصفیې» او مصر او اردن ته د فلسطینیانو د انتقال په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه تند غبرګون ښودلی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ یو پلاوي د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی دی.
په پاکستان کې میشت افغان کډوال وایي، چې په دغه هېواد کې یې د ماشومانو لپاره زده کړه کول خورا ستونزمن کار دی، چې لوی علت یې بې وزلي او د دې ترڅنګ په دولتي ښوونځيو کې د ماشومانو د نوملیکنې ستونزې دي.
په پاکستان کې یوې محکمې شنبه جنوري ۲۵ ( سلواغې شپږمه) څلور تنه په اعدام محکوم کړل چې تورن دي په ټولنیزو شبکو کې یې د اسلامي اشخاصو او قرانکریم په هکله د سپکاوي لیکنې کړیدي.
د خیبر پښتونخوا په مخکینۍ قبايلي سيمو کې سوداګر او کاروباریان وايي چې په ٢٠٠٨ کال کې د پاکستان د پوځي عملياتو له پيلېدو راهیسې د دوی په زرګونه هټۍ او مارکېټونه وران شوي او د دغو سیمو زیات شمېر سوداګر پنجاب ایالت او د هېواد نورو برخو ته کډه شوي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې، د غار دننه له یو موزیم څخه د اسلام د مقدس کتاب قرآن کریم تر ۱۰۰ زیاتې نایابه نسخې غلا شوي دي.
نور پورته کول